په نړۍ کښې د امریکا قدرت کمزوری شوی دی
ایران پریس خبري اژانس راپور ورکړ د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک مشر برید جنرال حسین سلامي ټینګار وکړ د امریکا قدرت کمزوری شوی دی .
هغه پرون د محصیلینو د بسیج د جوړیدا د کلیزې په درشل کښې په دې خبرې سره چې امریکا د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب په لومړیو ورځو کښې راغله چې دغه انقلاب له مینځه یوسي وویل واشنګټن پوهید چې ایران د ځمکې زړه دی .
هغه وویل امریکا پوهیدله که چیرې د قدرت انجن دلته چلو شي نو د واشنګټن قدرت کمزوری کیږي او د انرژۍ د موقعیت ، جیوپولیټیک او د کلتور له لرلو پرته چې ټول په دغه سیمه کښې دي قدرتمنه نشي کیدلې .
حسین سلامي وویل دا ایران دی چې امریکا مدیریت کوي .
سلامي وویل په خپله امریکا د ستر خپګان او د ستر وروستوب(پوسیدګي ) ټکي جوړ کړل او وګورئ نن په امریکا کښې په ځوانانو څه تیریږي او هرکال په دغه هیواد کښې څلویښت زره (۴۰۰۰۰) ځوانان ځانونه وژني .
هغه ټینګار وکړ هغه څه چې مونږ د بایکاټ په پړاو کښې جوړ کړل هیڅکله مو له هغه مخکې نه وو جوړ کړي .
د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مشر حسین سلامي وویل نن سبا په امریکا کښې څلویښت (۴۰) میلیونه خلک په کوڅو او واټونو کښې ویده کیږي او دغه هیواد هر کال په اوه سوه (۷۰۰) میلیارډه ډالره پوځي لګښت او د څه د پاسه څوارلس (۱۴) ټریلیونه ډالره ناخالص تولید سره پنځوس (۵۰) میلیونه داسې کسان لري چې له لوږې سره مخ دي .