سردار سلامي:
بسیج د اسلام او جهاد کلتور او د اتلولۍ روح دود کړ
د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران مشر قومندان وویل: بسیج د دښمن د کلتوري یرغل په وړاندې اودریده او د اسلام او جهاد کلتور او د اتلولۍ روح ته یې رواج ورکړ
د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران مشر قومندان وویل: بسیج د دښمن د کلتوري یرغل په وړاندې اودریده او د اسلام او جهاد کلتور او د اتلولۍ روح ته یې رواج ورکړ
سردار حسین سلامي نن په خراسانِ جنوبي ولایت کښې د بسیجیانو د اقتدان د نندارې په دستورو کښې زیاته کړه: بسیج تل مخ په وړاندې تګ کړی دی او په نورو هیوادونو کښې هم د بسیج کلتور دود شو.
هغه په دې خبرې سره چې بسیج هیڅکله د شاتګ مشق نه دی کړی، څرګنده کړه: بریالیتوب ډیر لرې نه دی او دښمن په زوال دی.
د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر مشر قومندان هم داشان وویل: اته کلن جنګ په نړیوالو مرستو سره د ایران په ولس راوتپل شو خو بسیج د دغه ستر جنګ میدان ته ورودانګل او د جنګ انډول د ایران په ګټه بدل شو.
د ویلو ده چې د ایران بسیج ځواک په تیرو څلورو لسیزو کښې د ایران له جمهوري اسلامي نظام څخه نه یوازې په دفاعي او پوځي برخو کښې ملاتړ کړی بلکې د علم او ټیکنالوجۍ په برخو کښې یې هم هیواد ته د پام وړ پرمختګونه ورډالۍ کړي دي.