د ايران اېټمي فعاليتونه د اېټمي آژانس د مقرراتو په چوکاټ کښې دي
(last modified Sat, 25 Dec 2021 07:16:35 GMT )
Dec 25, 2021 11:46 Asia/Kabul
  • د ايران اېټمي فعاليتونه د اېټمي آژانس د مقرراتو په چوکاټ کښې دي

د ايران د اېټمي انرجۍ د ادارې مشر وويل: د ايران اېټمي فعاليتونه د اېټمي انرجۍ د نړيوال آژانس د مقرراتو، موافقو او اساسنامې په بنياد ترسره کيږي.

محمد اسلامي د روسيې له سپوټنېک خبري آژانس سره په مرکه کښې نن خپره شوه وويل: ايران نه غواړي چې د يورانيمو پخولو اندازه له شپېتو فيصدو زياته کړي.

د ايران د اېټمي انرجۍ د ادارې مشر تاکيد وکړ: د ايران اېټمي پروګرام د صنعتي توليد له ضرورتونو څخه ملاتړ او خاصو سامونونو ته د ايراني مصرفؤنکو د ضرورت پوره کول دي.

د اېرنا د رپوټ له مخې د دسمبر په اولسمه له څلور جمع يو ډلې سره د ايران د اېټمي خبرو اترو د اومې دورې دويمه مرحله د برجام د ګډ کمېشن د څلورمې ناستې په ترسره کولو او په خبرو اترو کښې د حاضرو لورو د دريځونو په اعلانولو سره ختمه شوه.

د مذاکراتي ټيمونو د سرپرست د اعلان له مخېد موافقې د بنياد په توګه يو ټاکلي متن ته رسېدل له برطانوي، جرمني، فرانسوي، چيني او روسي پلاو سره د ايران د خبرو اترو يوه ډېره مهمه لاسته راوړوه ده، هغه متن چې د لويديځي لورو د کار ړنګونو او رسانه اي دباونو او د صهيونېسټ رژيم د نه ختمېدونکو هلو ځلو په وجه له اټکلونو څخه په ځنډ سره ترلاسه شو، خو وې ښودله چې ايراني پلاوي د خبرو اترو په دغه دوره کښې کلکه اراده لري چې د تبليغاتي او رسانه اي فضاء جوړونو او دباونو باوجود د ايران د ملت په خلاف غېرقانوني بنديزونه ختم کړي.

 

ټیګونه