د ایران پوځي مانورې جعلي صهیونیسټ رژیم ته روښانه پیغام ورکړ
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک ویاند رمضان شریف د« پیامبر اعظم د اولس (۱۷) » په نوم د پوځي مانورې پیغام د صهیونیسټ جعلي رژیم د چارواکو چټي خبرو ته ځواب وباله .
هغه پرون د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د عمومي اړیکو د کانفرنس په هال کښې وویل د پیامبر اعظم د اولس (۱۷) په نوم پوځي مانورې د صهیونیسټ رژیم د چارواکو د چټي خبرو له زیاتیدا وروسته د دغه مانورې د هدفمنو سناریو ګانو بریالۍ اجرا د دغه پوځي مانورې روښانه پیغام د ایران د اسلامي انقلاب او د ایران د ملت دښمانانو په تیره بیا صهیونیسټي جعلي رژیم ته منتقل کړ .
د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک ویاند رمضان شریف د ډګر جنرا حاج قاسم سلیماني د شهادت دوهمې (۲) کلیزې ته په اشارې سره وویل د قاسم سلیماني ، معنویت ، اخلاص ، له اهل بیت علیه السلام سره مینه ، سرشیندنه او زړورتیا ټولو ته معلومه وه .