د پاکستان، چین او افغانستان په سیمه ایزې غږملتیا کښې د ایران رول-۶
(last modified Sat, 08 Jan 2022 07:49:58 GMT )
Jan 08, 2022 12:19 Asia/Kabul
  • د پاکستان، چین او افغانستان په سیمه ایزې غږملتیا کښې د ایران رول-۶

د سیمې په غږملتیا کښې د سي، پيک رول-دویمه برخه

ګرانو او قدرمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره دا دی یوځل بیا د پاکستان، چین او افغانستان په سیمه ایزې غږملتیا کښې د ایران د رول په اړه لړۍ له شپږمې برخې سره ستاسو په خدمت کښې یو. په دې پروګرام کښې هڅه کوو چې د چین او امریکې په سیالۍ باندې د ایران، پاکستان، چین او افغانستان د سیمه ایزې ملګرتیا او غږملتیا اغیزې وجاجوو. په تیر پروګرام کښې مو په سیمه ایزې غږملتیا کښې د سي پيک رول وجاجوه او د دې نننۍ برخې لیکنه د سي پيک او د ملګرتیا د ۲۵ کلن تړون په چوکاټ کښې له پاکستان او ایران سره د چین د علمي، تخنیکي، امنیتي او پوځي ملګرتیاؤ د اهمیت په هکله ده،

د سي، پیک او د لارې د نقشې له ګټو څخه چې د چین، ایران، پاکستان او افغانستان د هراړخیزو ملګرتیاؤ امکان برابروي، علمي او کلتوري ملګرتیا، د ارتباطي اړیکو پراختیا، د محصلینو تبادلې او د نویو ټیکنالوجیو په برخو کښې ملګرتیا ته اشاره کولې شو. حقیقت دا دی چې د (سي، پیک) په نامه د چین او پاکستان د اقتصادي کوریډور او د ایران او چین ترمینځ د ۲۵ کلنې موافقې په چوکاټ کښې د سترو اقتصادي پروژو عملیاتي کول به د علمي او تخنیکي ملګرتیاؤ او د ارتباطاتو له پراختیا پرته ممکن نه وي.

په پوهنتوني سویه ملګرتیا، د علمي ملګرتیاؤ مهمه برخه ده. چین له کلونو راهیسې پاکستاني محصلینو ته د بورسیې یا سکارلرشپ په ورکولو سره او یا د مختلفو آسیايي او افریقايي هیوادونو لپاره د زده کړې د مجوز په صادرولو سره، زرګونه محصلین په خپلو پوهنتونونو کښې داخل کړي دي. چین په دې وروستیو کلونو کښې د بورسیې یا د ځانګړو اسانتیاؤ د ورکولو له لارې د ایراني محصلینو جذبولو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده. هم دغه سیاست یې له افغانستان څخه هم د محصلینو د جذبولو په لړ کښې غوره کړی دی.

په تهران کښې د چین سفیر د دغه هیواد په پوهنتونونو کښې د موجودو ایراني محصلینو شمیر ۴۰۰ تنه اعلان کړ.

حقیقت دا دی چې د ایران او چین ملګرتیاوې مخ په پراختیا دي. چین د آسیا سویل ختیځې اتحادیې (آسه آن)، سویلي آسیا او لویدیځو هیوادونو، مرکزي آسیا او مرکزي او ختیځې اروپا ته د ټیکنالوجۍ د انتقال لپاره د سیمه ایز فارم پنځه پروژې په نظر کښې لري او د نړیوالو علمي سازمانونو اتحاد یې په (ون بیلټ، ون روډ) سیمه کښې وړاندیز کړی او جوړ کړی دی.

په عین حال کښې په ۲۰۱۸ کال کښې د خپرو شویو معلوماتو له مخې، چین د (ون بیلټ، ون روډ) د برخې د ۵۰۰ ځوانو پوهانو کوربه دی چې د علمي تحقیقاتو د ترسره کولو په موخه چین ته وبلل شوي دي. په عین حال کښې یې د فضايي ټیکنالوجۍ او سپوږمکیز سیسټم، ارتباطي سیسټمونو او له لرې څخه د ارزونې د ټیکنالوجۍ او د سپوږمکیزو موسمیاتو د سیسټمونو په برخه کښې ۳۰۰ ماهران نورو هیوادونو ته لیږلي دي او دغو هیوادونو ته یې علمي معلومات ورکړي دي.

په وسلو پورې د اړوندو صنایعو د ټیکنالوجۍ مهمه برخه له مخابراتي سیسټمونو جوړه ده. له دې امله د پوهیدو وړ ده چې د چین او پاکستان ترمینځ په لا لوړو سویو علمي او ټیکنالوجیکي ملګرتیا د دواړو هیوادونو د پوځي ملګرتیاؤ د ماهیت په وجه برابر شوې ده. په عین حال کښې هیڅ شک نشته چې چین د نړۍ یو داسې ستر او مهم هیواد دی چې په نړیوال قدرت باندې په بدلیدو دی او په دې لړ کښې له امریکې سره سخته سیالي او مقابله لري. په دې وجه چین سخت لیواله دی چې د یو کمربند، یو سړک په ساحه کښې له پرتو هیوادونو سره خپلې علمي او تخنیکي ملګرتیاوې زیاتې کړي او موجودې وړتیاوې له هغو هیوادونو سره هم شریکې کړي چې ورسره په سټراټیجک اتحاد کښې شاملیدې شي.

علمی او تخنیکي مبادلات، د وریښمو د لارې د پروژې په عملیاتي کول کښې یوازنې اغیزناک عامل نه دی. شک نشته چې امنیت، د دغې سترې پروژې د عملیاتي کیدو لازمه ده. له یوې خوا د چین او پاکستان ترمینځ د اقتصادي ملګرتیا موافقه له یوې خوا او د ایران او چین هوکړه لیک له بلې خوا، د شویو موافقو د عملي کیدو په موخه د سیمه ایز امنیت د ساتنې په ضرورت باندې ځانګړی ټینګار لري. په عین حال کښې حقیقت دا دی چې سیمه ایز امنیت له مختلفو اړخونو څخه په خطر کښې دی. د سیمې امنیت د ترهګرۍ، بیلتون غوښتنې، پلان شویو جرمونو او د نشه ایزو موادو د قاچاق په شان ګواښونو سره مخامخ دی.

هم دې موضوع ته په پام سره د ایران، پاکستان او چین ترمینځ امنیتي ملګرتیاوې د پام وړ ګرځیدلې دي. په حقیقت کښې ویلې شو چې په سیمه کښې د امنیت او پایدارۍ د رامینځته کولو لپاره د دریو هیوادونو ملګرتیا د لازیاتې غږملتیا او ملګرتیا سبب کیږي او دغه درې واړه هیوادونه په یوازې سر د دغه امنیت او ثبات په راوستو کښې هیڅکله نه شي کامیابیدې.

*/*/*/*/*/*/*/*

د سي، پیک او د لارې د نقشې په عملي برخه کښې چې کومه سیمه راځي، د هغې زیاتره برخه له ترهګرۍ، تندلاریتوب او له قومي بیلتون غواړو احساساتو سره مخامخ ده. په دغې سیمې کښې د چین سین کیانګ صوبه هم شاملیږي. د چین په دغه ولایت کښې دوه بیلتون غواړي بهیرونه موجود دي چې یو قوم محوره او بل مذهب محوره دی. د قوم محوره بهیر مشري د ایغور قوم شتمنه سوداګره میرمن قدیر پهغاړه لري چې په امریکا کښې اوسیږي او اسلام محوره بهیر، تش د نامې ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ چورلیز دی چې د داعش یوه څانګه ګڼله کیږي او د سین کیانګ د خپلواکۍ او هلته د چین د ایغور مسلمانانو د خاص اسلامي حکومت د جوړیدو غوښتونکی دی.

هم داشان په پاکستان کښې هم د مکران په سواحلو کښې د ګوادر بندر په لور د (ون بیلټ، ون روډ) د پلان ارتباطي لاره، د دغه هیواد د پښتونخوا او بلوچستان صوبو له دوو قومي سیمو تیریږي چې په کښې ملي پال قامي او بیلتون غواړي احساسات موجود دي او په پاکستان کښې د چین د نفوذ او د دواړو هیوادونو د اقتصادي کوریډور د جوړیدو سخت مخالف دي.

په عین حال کښې دې حقیقت ته باید پام وشي چې سیمه ایزې ملګرتیاوې چې هر کله له سیاسي، اقتصادي او تجارتي اړخونو پورته لاړې شي او د پوځي او امنیتي ملګرتیاؤ سطحې ته ورسیږي نو دا احتمال به وي چې د قدرت د نورو سرچینو له حساسیت سره مخامخ شي. هم دا وجه ده چې ځینو کارپوهانو د چین او پاکستان د اړیکو ډیرې مهمې اغیزې په سویلي آسیا کښې د انډول د راوستلو په چوکاټ کښې بللې دي. د هغه انډول او توازن چې د هند او امریکې په وړاندې رامینځته کیږي.

په هر حال له جنوبي آسیا او افغانستان سره د سین کیانګ صوبې امنیتي تړاؤ د چین ملي امنیت د جنوبي آسیا له جیوپالیټیک سره په نزدې تړاؤ کښې راوستی دی. په حقیقت کښې چین په سین کیانګ سیمه کښې د ترهګرۍ، بیلتون غوښتنې او تندلاریتوب د ګواښ له خطر سره مخامخ شوی دی.

په مجموعي توګه ویلې شو چې د چین د (ون بیلټ، ون روډ) پروژې او د داسې سترې پروژې د عملیاتي کیدو لازمې ته په پام سره، په ډیره لوړه سویه د علمي او تخنیکي ملګرتیاؤ برابرول ضروري دي.  په دې برخه کښې د ملګرتیاؤ اهمیت یوازې د متعارفو علمي او تخنیکي ملګرتیاؤ تر پراختیا پورې اړوندو چارو ته محدود نه دی او په لاپرمختللې پوځي برخه کښې هم  د چین، پاکستان او ایران ملګرتیاوې له کلونو راهیسې موجودې دي خو په خبرونو کښې یې ډیر لږ انعکاس او کوریج موندلی دی.

په هر حال په لویدیځې آسیا کښې د چین جیوپالیټیک ګټې او د فارس خلیج د انرجۍ تر سیمې او د کاسپین سمندر د انرجۍ تر سیمې یې دوام چې د ایران دوو لورو ته پرتې دي، د چین لپاره د ایران جیوپالیټیک اهمیت دوه چنده کړی دی. په دې امله ایران د وریښمو په لاره کښې له خپلې تاریخې مخینې سره سم، د چین د (ون بیلټ، ون روډ) په پروژه کښې هم مرکزي رول لري.  

*/*//*//*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه