په چين کښې د ايران سفير:
د پينځويشت کلن پروګرام عملي کېدل د اميرعبداللهيان د سفر يوه مهمه کاميابي وه
په چين کښې د ايران د اسلامي جمهوريت سفير په يو ټوئيټ کښې وليکل، د پينځويشت کلن پروګرام عملي کېدل چين ته د اميرعبداللهيان د سفر يوه مهمه کاميابي وه.
د اېرنا د رپوټ له مخې محمد کشاورزاده همدرنګ وويل د ايران خارجه وزير حسېن امير عبداللهيان نن له چين څخه ايران ته راستون شو.
هغه زياته کړه ايراني پلاوي چې په سياسي، اقتصادي، تيلي او بېنکي لوړ رتبه چارواکو مشتمل ؤ له چيني چارواکو سره ډېرې ښې خبرې اترې وکړې.
د ايران خارجه وزير چې د چين د خارجه وزير وانګ يي په رسمي بلنې د يو سياسي او اقتصادي لوړ رتبه پلاوي په مشرۍ چين ته لاړ ؤ پرون له خپل همرتبه سره د دواړو هېوادونو د ملګرتياو پينځويشت کلن پروګرام وڅېړۀ.
حسېن امير عبداللهيان د چين له خارجه وزير سره د خپلو تفصيلي ليدنو کتنوو وروسته وويل: په دې سفر کښې مو دواړو لورو موافقه وکړه چې له نن جُمعې ورځې څخه د دواړو هېوادونو د سټراټيجکو ملګرتياو بشپړه موافقې د عملي کېدو شروع اعلانوو.