ایران عربستان ته په ماتې ورکولو سره سُپر ۸ مرحلې ته ورسید
(last modified Fri, 21 Jan 2022 02:00:02 GMT )
Jan 21, 2022 06:30 Asia/Kabul
  • ایران عربستان ته په ماتې ورکولو سره سُپر ۸ مرحلې ته ورسید

د ایران د اسلامي جمهوریت د هینډبال ملي لوبډلې د آسیا د اتلولۍ د سیالیو په ډله ایز پړاؤ کښې په خپلې وروستۍ لوبې کښې، سعودي عربستان ته ماتې ورکړه

د ایران د هینډبال ملي لوبډلې پرون د آسیايي اتلولۍ د سیالیو د ګروپونو په پړاؤ کښې په خپلې دریمې او ډیرې مهمې لوبې کښې له کوربه هیواد عربستان سره مخامخ شو او وتوانیده چې د ۲۰ په وړاندې په ۲۴ ګولونو سره هغه ته ماتې ورکړي او د B ډلې د غوره ټیم په توګه د دغو سیالو په اتو غوره لوبډلو کښې شامله شي.

د ایران د هینډبال ملي ټیم له دې مخکښې په خپلو دوو سیالیو کښې د آسټریلیا او هندوستان ټیمونو ته هم ماتې ورکړې وه.

د دې سیالیو دویم پړاؤ له سبا یعنې شنبې ورځې پیلیږي.

د ویلو ده چې د هینډ بال د سړیو د آسیايي اتلوالۍ د سیالیو شلم پړاؤ له تیرې سه شنبې څخه د ۱۶ ټیمونو په ګډون سره په دمام ښار کښې د عربستان په کوربه توب پیل شوی دی.

د دې سیالیو پنځه غوره ټیمونه به په ۳۰۲۳ کال کښې په سویډن او پولینډ کښې په ګډه ترسره کیدونکو نړیوالو سیالیو کښې د ګډون اجازه ترلاسه کړي.

 

ټیګونه