د اسلامي انقلاب د سباؤن لسيزه ټولو ته مبارک شه
نن د سلواغې دولسمه نېټه چې د فرورۍ له وړمبۍ نېټې سره برابره ده د ايران د اسلامي انقلاب د سباؤن لسيزې شروع ده.
۴۳ کاله پخوا په داسې يوه ورځ د 1357 کال په سلواغې د مياشتې په دولسمه نېټه چې د 1979 کال د فرورۍ له وړومبۍ نېټې سره برابره وهد ايران د اسلامي جمهوريت ستر بنسټ اېښودونکي حضرت امام خمېني (رح) له وطن څخه د پينځلسو کلونو له لرې والي او جلاوطنۍ وروسته د خلقو له زوږ نه ډک هرکلي ترمېنځ د اسلامي ايران په خاوره قدم کېښود.
ايران ته د هغه له راتلو نه د لسو ورځو له تېرېدو وروسته د 1357 هجري نمريز کال د سلواغې دويشتمه يا د 1979 ميلادي کال د فرورۍ په يولسمه د ايران شاندار اسلامي انقلاب کاميابۍ ته اورسېد.
په همدې وجه د سلواغې له دولسمې نه د همدې مياشتې تر دويشتمې پورې د سباؤن لسيزه نومول شوې ده او هر کال په دغو ورځو کښې د اسلامي انقلاب د کاميابۍ خاص جشنونه او مراسم ترسره کيږي.