د نړیوالې ایټمي موافقې نهائي مرحلې ته نزدې شوي یوو
د ایران خارجه وزیر همدرااز په اسلام اباد کې داسلامی ملګرتیا موسیسې دغونډې ترسره کیدا ته په اشارې سره ، پر هغو موضوعګانو د نوموړي موسیسې دتمرکز غوښته وکړه ، چې د اسلامی امت د یوزړتوب د فضا له پیاوړتیا او پیوستون سره مرسته کوي
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر له خپل عراقي همڅنګ سره په ټيلیفوني تماس کې ددې خبرې په کولو سره چې په ویانا د ایران او ۴+۱ډلې ترمینځ دنړیوالې ایټمي موافقې نهائي مرحلې ته نزدې شوي یوو ، روښانه کړه ، امریکا باید دخپلې ادعا په اساس په عمل کې ښه نیّت وښئ .
په ویانا کې د ایران او ۴+۱ډلې ترمینځ د ایران په ضد دبندیزونو دختمولو دخبرواترو اتم پړاؤ چې د فرورۍ له اتمې نیټې پیل شوی د مارچ په یولسمه نیټه د څوم ځل لپاره تر څو ورځو پورې ځنډیلی دی .
فارس خبری آژانس راپور ورکړ ، د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان بیګا د عراق له خارجه وزیر فواد حسین سره په ټيلیفوني تماس کې دنوروزو داختر په مناسبت په مبارکۍ وئيلو سره ، د دواړو هیوادونو د دلچسپۍ وړ موضوعګانو په باب بحث او دنظر تبادله وکړه . امیر عبداللهیان په دغو خبرو کې د بندیزونو دلغوه کولو لپاره دویانا دخبرو اترو په باب ټینګار وکړ ، په پاتې ډيرو مهمو او لږو موضوعګانو کې مو د اروپائي اتحادئې د غږملونکي له لارې امریکایانو ته یو لړ نوښتونه وړاندې کړي دي ، اوس دا امریکائي لوری دی چې باید دخپلې ادعا په اساس ښه نیّت په عمل کې وښئ.