له یو اړخیزو او غیر قانوني بندیزونو سره پر مقابلې د ایران او چین ټینګار
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان او دچین د خارجه چارو وزیر وانګ یی د افغانستان د ګاونډیو هیوادمونو د خارجه وزیرانو د دریمې غونډې په څنډې کې د دوو اړخیزو ، سیمه ایزو او نړیوالو مضوعګانو په باب خبرې اترې او دنظر تبادله وکړه .
د ایران خارجه وزیر د خپلواکه ملتونو په ضد له بندیزونو څخه د لویدیځي هیوادونو د غیر قانوني استفادې په یادونې سره ، له دغې چارې سره مقابله ،له ثبات سره د مرستې او د بحران جوړونې د مخنیوي لپاره ډیره مهمه وبلله.
په دغو خبرواترو کې دواړو لورو له یو اړخیزو او غیرقانوني بندیزونو سره دمقابلې پر ضرورت ټينګار وکړ .
له هغو یو اړخیزو او غیر قانوني بندیزونو سره دمقابلې پر ضرورت د ایران او چین دخارجه وزیرانو ټينګار ، چې ناروا هم ګڼل کیږي ،د امریکا په مشرۍ د لویدیځوالو کړچار ته په پام سره په دې زمینې کې معنا پیدا کوي .
اساسا د یواړخیزو بندیزونو اعمالول ، دهغه آوزار په معنا ګڼل کیږي، چې لویدیځي بلاک ورڅخه تل د نورو هیوادونو په ضد د یوې وسلې په توګه استفاده کوي . په دې زمینې کې تر ټولو وروستی وروستی مورد ، د اوکراین دجنګ په پلمه د روسیې په ضد تر ټولو بې مخینې بندیزونو اعمالیدا ده چې نه یوازې دغه هیواد بلکې ، نړیوال اقتصاد او د نړۍ د ډیرو خلکو په تیره بیا د لویديځي آسیا او افریقا د ډيرو سیمو د خلکو دخوړو تامینیدا ئې هم په نښه کړې ده . امریکا د روسیې په ضد دبندیزونو دسرغنې په توګه عمل کوي.
په حقیقت کې متحده ایالات په نړۍ کې تر ټولو لوي بندیز لګونکی هیواد حسابیږي او د خپلو بهرنیو سیاستونو او موخو په لړ کې دنورو هیوادونو په ضد په ډول ډول بندیزونو اعمالولو کې تر ټولو لویه مخینه لري .
د واشنګټن اروپائي متحدان په تیره بیا بریتانیا هم ورسره د بندیزونو په اعمالولو کې ملګرتیاکوي . دغه بندیزونه ، د امریکا او لویدیځ له سیاستونو او اقداماتو سره دمخالفت په پلمه یا هم د هیوادونو له خوا د دوي د ګواښلو په ادعا سره لګول کیږي .
واشنګټن حتی په اوسني حساس پړاؤ کې هم چې کرونائي بحران ، له اقتصادي او روغتیائي پلوه د ډیرو هیوادونو لپاره لاترینګلی وضعیّت رامینځةکړی دی ،بیا هم خپلو موخو ته درسیدا لپاره د روسیې په څير د خپلو سیالانو په ضد له بشپړ بندیزونو ته دوام ورکوي . د جوزف بایډن حکومت هم د کرغیړن ډونالډټرمپ په څير د سیالو هیوادونو او یا د له واشنګټن سره د مخالفو هیوادونو په ضد دبندیزونو رودې ته دوام ورکړی دی .امریکا د زیاتره دباؤ دسیاست په چوکاټ کې د ایران په ضد دتاریخ په اوږدو کې تر ټولو سختو بندیوزنو په اعمالولو سربیره ، در وسیې ،چین ونزویلا، سورئې ، شمالی کوریا او کیوبا په څير د هیوادونو په ضد ډير یو اړخیز بندیزونه لګولي دي .
که څه هم د امریکا بندیزونه ، د نورو هیوادونو په تیره بیا د سیالو هیوادونو په ضد په مختلفو سیاسی ، ،تجارتي ، امنیتي حتی د بشری حقوقو په پلمو سره یا د له د وي سره ددښمنۍپه دلیل اعمالوي ، په عین حال کې له ظاهري دلیلونو چې ورتیر شو ، ، ددغه کړچار د دوام اصلی دلیل ، د واشنګټن د ګټو تعقیبول دي .
ملګرو ملتو هم په ځلونو ، په تیره بیا دکرونائي بحران د خوریدا په پړاؤ کې د امریکا په وسیله د یو اړخیزو بندیزونو په اعمالیدا نیوکو ته مخه کړې او د له بندیز سره دمخامخو هیوادونو له خوا د طبي او درملیزو شیانو ته د لاس رسي د آسانتیاؤ په خاطر ئې ددغو بندیزونو دختمولو او یا کمولو غوښتنې کړي دي .
د یواړخیزو اقداماتو دمنفي اغیزو په چارو کې د ملګروملتود ځانګري رپورټر په وینا ، یو اړخیز بندیزونه ، د ملګروملتو د اقتدار د کمزورتیا ، دنړیوالو ملګرتیاؤ او د قانون دحاکمیّت په په زمینې کې د ویرې لامل لامل کیږي .
داسې ښکاري ، د امریکا او لویدیځ یو اړخیزو بندیزونو ورانکارو اغیزو ته په پام سره ، ددغو بندیزونو په ضد دیوه نړیوال ائيتلاف د جوړیدا پشمول له بندیز سره دمخامخ شوو هیوادونو دیوموټي کیدا چلند ته ضرورت دی څو لویدیځوال د نړۍ دیوموټي دباؤنو ته په پام سره په دې زمینې کې بیا کتنې ته مجبوره شي . د ایران او چین د خارجه وزیرانو یو موټی دریځ هم په همدې لړ کې د لویدیځ له خوا د یو اړخیزو بندیزونو داعمالیدا په ضد غوره شوی دی .