ایران په پرتمینه توګه د فوټبال د نړیوالو سیالیو په ترسره کولو کښې د قطر مرسته کوي
(last modified Mon, 04 Apr 2022 03:07:18 GMT )
Apr 04, 2022 07:37 Asia/Kabul
  • ایران په پرتمینه توګه د فوټبال د نړیوالو سیالیو په ترسره کولو کښې د قطر مرسته کوي

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په لا غوره توګه د فوټبال د نړیوال کپ د سیالو د ترسره کیدو په لړ کښې له قطر سره مرستې ته د ایران د چمتووالي خبر ورکړ

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د قطر له امیر سره په ټیلیفوني خبرو کښې په لا غوره توګه د فوټبال د نړیوال کپ د سیالو د ترسره کیدو په لړ کښې له دغه هیواد سره مرستې ته د ایران د چمتووالي خبر ورکړ

سید ابراهیم رئیسي بیګا د قطر د امیر شیخ محمد بن تمیم آل ثاني د ټیلیفون په ځواب کښې د روژې د مبارکې میاشتې په مبارکۍ ویلو او په قطر کښې د فوټبال د نړیوال کپ د سیالیو له ترسره کیدو د خوښۍ په څرګندولو او د دغه هیواد لپاره د کامیابۍ په آرزو سره د یادو لوبو په لا پرتمینه توګه د ترسره کیدو په لړ کښې د هیواد په کیش جزیرې او قطر په نزدې نورو ټاپوګانو کښې د قطر مرستې ته د ایران چمتووالي خبر ورکړ.

په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د قطر امیر هم په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې هیواد یې په دحه کښې د دواړو هیوادونو د مشرانو له ملاقات او اوږدو خبرواترو وروسته  له تهران سره د اړیکو لازیاتې پراخونې ته پوره تیار دی، وویل چې د فوټبال په نړیوالو سیالیو کښې به د ایران د ملي ټیم ښه کوربه توب وکړو.

 

ټیګونه