د اوري شلمه نېټه، د ايران د اېټمي پراختيا د بشپړه سټراټيجکي سند مخکتنه
(last modified Wed, 06 Apr 2022 12:04:44 GMT )
Apr 06, 2022 16:34 Asia/Kabul
  • د اوري شلمه نېټه، د ايران د اېټمي پراختيا د بشپړه سټراټيجکي سند مخکتنه

د ايران د اېټمي انرجۍ د ادارې مشر وويل: د ايران د اېټمي پراختيا د بشپړه سټراټيجک سند مخکتنه د روان د ۱۴۰۱ هجري نمريز کال د اوري د مياشتې په شلمه نېټه کيږي.

د ايران د اېټمي ادارې مشر محمد اسلامي پرون وويل: په دغه سند په مختلوف برخو او څانګو کښې د اېټمي ټېکنالوجۍ او د ايران صنعتي کېدو ټولو اړخونو ته پاملرنه شوې ده.

هغۀ زياته کړه، د دغه سند په بنياد د سونګو له څرخې سره اړوند توليدات، د کميت او کېفيت ترسره شوې هدف ټاکنې، له موجودو ظرفيتونو نه علاوه د اېټمي برېښنا په موضوع کښې تر لس مېګاواټ اندازې پورې د يونټونو د جوړولو لپاره هدف ټاکل مواټکل کړي دي.

اسلامي همدارنګ د ايران د  خوزستان صوبې د دارخوين سيمې د ۳۶۰ مېګاواټي برېښنا کوټ جوړولو ته په اشارې سره وويل: دغه برېښنا کوټي پروژه به بشپړه ايراني وي چې د پراختيا په پروګرام کښې د ادارې د ضرورت وړ تحقيقاتي رې اېکټرونو ترڅنګه شتون لري.

د ۱۳۸۵ کال د اوري په شلمه نېټه  د ايران په خلاف د مختلفو ظالمانه بنديزونو باوجود د ايران د اسلامي جمهوريت د اېټمي صنعت او اېټمي قوت ته په  لاسرسائۍ کښې د ايرانيانو د ملي وياړ د ياد راوړلو  په تاريخ کښې د عطف د يو ټکي په توګه ده. په دغه نېټه صلح ايزې اېټمي ټېکنالوجۍ او د يورېنيمو د پخولو بشپړه لړۍ ته د ايران د لاسرسائۍ خبر اعلان شو، ايران د ټولو بنديزونو او خنډ اوچونو باوجود وکړې شول د اېټمي سونګو د توليد بشپړه څرخې ته لاسرسائي پېدا کړي او د نوي نسل سانټريفيوژونو ته په لاسرسائۍ او د اېټمي  انرجۍ نړيوال آژانس ته پ اعلانولو سره د يورېنيمو د پخولو د ټېکنالوجۍ لرونکو هېوادونوپه قطار کښې راغے او د اېټمي کلب په غړيو هېوادونو کښې شامل شو.

اېټمي ټېکنالوجي په محوري او بنيادي ټېکنالوجي ده چې د نويو ټېکنالوجيو او نويو صنائعو په پرداختياد کښې ستره ونډه لري. د ايران اسلامي جمهوريت  هم د خپلو سائنسدانانو په توانمنۍ باندې په تکيې سره له اېټمي انرجۍ څخه صلح ايزې استفادې ته مخه کړه او په روغ نيت سره يې ثابته کړې ده چې له دغې انرجۍ څخه د صلح ايزې او صنعتي استفادې نه بغېر بل څه مقصد نه لري. د دې باوجود له صلح ايزې اېتمي انرجۍ څخه د ايران له ګټې پورته کولو څخه د مخنيوي لپاره د امريکې په مشرۍ د دښمانو سياسي او اقتصادي دباونه دوام لري چې وروستے مقصد يې د ايران د ملي قوت کمزوري کول دي.

د اسلامي انقلاب معظم ر هبر حضرت آيت ا... العظمي سيد علي خامنه اي د 1399 هجري نمريز کال د کب د مياشتې په ۴ نېټه د خبرګانو د جرګې د غړيو په کتنه کښې  وفرمايل: لويديځوال وائي مونږ له اېټمي وسلو سره مخالف يوو، دروغ وائي، دا يې هم مسئله نه ده، شايد له هغوي څخه زياتره پوهيږي چې مونږ د اېټمي وسلو په تکل کښې نه يووو خو هغوي حتی له متعارفو وسلو سره هم مخالف يوو، په اصلي کښې هغوي زمونږ له دفاعي وسائلو سره مخالف دي. غواړي له ايران څخه د قوت مختلفې برخې وتروړي.

 په دې وروستيو کلونو کښې د ايران اېټمي سائنسدانانو په دې کښې کامياب شول چې زيات استعمالېدونکي مختلف محصولات چې د هېواد د سائنسي او تحقيقاتي مرکزونو د ضرورت وړي توليد کړي. د مثال په توګه ايراني سائنسدانانو د کېنسر د تشخيص او علاج په برخه کښې مهم اکتشافات ترلاسه کړي دي چې د کلينيکل آزمائنۍ مرحلې ته داخل شي، ايران په دې برخه کښې د نړۍ په برترو پينځوهېوادونو کښې شامل دے. همدارنګ ټاکل شوېده چې په راتلونکو څو ورځو کښې د پلاسما تراپي په برخه کښې چې د له خوراکي او کرهڼيزو موادو سره اړوند ده د اېټمي ټېکنالوجۍ د لاسته راوړنو مخکتنه اوشي.

جوته ده چې د ټولو دباونو او حتی د ايراني سائنسدانانو د قتلولو باوجود چې دښمنانو د ايران له اېټمي پرمختګونو څخه د مخنيوي لپاره ترسره کړي دي، د دغه سټراټيجک صنعت د لاست راوړنو مخ په زياتېدو وده د پوره کېدو په حال کښې ده او د دښمن خنډ اچونو ونه کړې شولد ايران د ملت د عزم او کلکې ارادې مخنيوے وکړي.

د ايران د اېتمي انرجۍ مشر هم د پرمختلليو ټېکنالوجيو په خاصه توګه د اېټمي سائنس او ټېکنالوجۍ د ترقۍ ضرورت ته په اشارې سره ويلي دي دښمنانو زمونږ د سائنسدانانو په شهيدولو سره کوشش کړے دےد ايران د پرمختګ لاره بنده کړي خو د خداے پاک فضل سره دا چاره د دې سبب شوه چې زمونږ د اېټمي سائنسدانانو ايمان لا مضبوط شي او په لا زيات جديت سره په نوي سائنس او ټېکنالوجۍ کښې ځغلنده حرکت وکړي.

 

ټیګونه