دسیسه ګر او بدغواړي د ایران او افغانستان اړیکې خرابوي
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده د افغانستان او د ایران د دوو ملتونو تاریخي او څو اړخیزه ژورو پیوندونو او د افغانستان له خلکو د ایران د ملت او د حکومت له احترام څخه ډک د څو لسیزو میلمستیا ته په اشارې سره د تهران او د کابل د اړیکو د بدغواړو او د دسیسه ګرو کسانو د پلانونو په هکله خبرداری ورکړ .
سعید خطیب زاده د ډيپلوماټیکو ځایونو د امنیت په ساتلو کښې د افغانستان د موقته حکومت د پریکنده مسوولیت په یادونې سره ټینګار وکړ د افغانستان په پلازمینې کابل کښې د ایران د سفارت او په نورو ښارونو کښې د کنسولګریو کامل امنیت باید په بشپړه توګه تامین شي او د دغو کنسولګریو په امن ډوله د فعالیت لپاره ضروري تضمینونه ورکړل شي .
د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده وویل له بده مرغه له افغانستان یا ایران څخه د خلکو د ویرولو په هدف سره ځینې ویډیو کلیپونه او نظر څرګندونې د خپریدا په حال کښې دي چې د دواړو هیوادونو عواطف لمسوي او دغه چاره له مخکې څخه زیات د تهران او د کابل د چارواکو او د خلکو هوښیارۍ ته ضرورت لري .
پرون د ایران او د افغانستان د اړیکو یوشمیر بدغواړو او دسیسه ګرو په کابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت او په هرات کښې د ایران د کنسولګرۍ مخ ته غونډه وکړه او په کنسولګرۍ یې کاڼي وویشتل او د کنسولګرۍ مخ ته یې ټایرونه وسوزول .