Apr 12, 2022 04:17 Asia/Kabul
  • د حضرت خدیجه (س) د وفات په هکله تسلیت وایو

زمونږ خبریال وايي نن د سه شنبې ورځ د دوه زره دوه ویشتم (۲۰۲۲)میلادي کال د اپریل د میاشتې دولسمه او د څوارلس سوه درې څلویښتم(۱۴۴۳) هجري لمریز کال د روژې د مبارکې میاشتې لسمه نیټه ده چې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د ګرانې میرمنې حضرت خدیجه سلام الله علیها د وفات له کلیزې سره سمون خوري .

حضرت خدیجه ( س) چې د قریشو مشهوره او شتمنه میرمنه وه له بعثت پینځلس کاله مخکې د اسلام له ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم سره واده وکړ .

دغه ستره میرمنه لومړنۍ ښځه وه چې د حضرت محمد ( س ) په رسالت یې ایمان راوړه او په خپل ټول توان او شتمنیو سره یې د اسلام له دین سره مرسته وکړه .

حضرت خدیجه سلام الله علیها له اسلام څخه مخکې هم د پاک لمنۍ او د اخلاقي فضائیلو او د ښو صفتونو د لرلو په دلیل د «طاهره» لقب ترلاسه کړی و .

د حضرت محمد ( س ) لپاره د حضرت خدیجه (س) وجود دومره اهمیت درلود چې پیغمبر اکرم (ص) د دغه میرمنې رحلت ستر مصیبت وباله او د حضرت خدیجه سلام الله علیها او د خپل بل ستر ملاتړي  او تره حضرت ابو طالب علیه السلام  رحلت یې «عام الخزن »یعني د غم کال ونوموه .

حضرت خدیجه سلام الله علیها شپږ بچیان وروزل چې پکښې حضرت فاطمه الزهرا سلام الله علیها خاصه مرتبه لري ؛ داسې لور  چې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد (س ) او د نړۍ د شیعه مسلمانانو له لومړي امام حضرت علي علیه السلام څخه وروسته د اسلام مشرۍ د هغې له نسل څخه رامینځته شوه او دوام یې وموند .

د ایران د راډیو او ټیلي ويژن اداره صدا وسیما د حضرت خدیجه سلام الله علیها د وفات د کلیزې په مناسبت د دنیا ټولو مسلمانانو په تیره بیا د اهل بیت علیهم السلام مینه والو ته تسلیت وايي .

 

ټیګونه