ریحانه ۱۷ (حضرت فاطمه زهرا(س))
(last modified Mon, 31 Jul 2023 07:32:50 GMT )
Jul 31, 2023 12:02 Asia/Kabul
  • ریحانه ۱۷ (حضرت فاطمه زهرا(س))

ښځه په کورنۍ او ټولنه کښې

ګرانو او قدرمنو دوستانو السلام علیکم! د ریحانه نومې لړۍ له یو بل پروګرام سره مو په خدمت کښې یوو. د حضرت خدیجه سلام الله علیها دلوړ شخصیت له بیانولو وروسته، په دې ننني پروګرام کښې غواړو چې د هغې د ګرانې لور حضرت فاطمه زهرا(س) د غوره اخلاقو او کړنلارې په هکله خبرې وکړو.

حضرت فاطمه زهرا(س) ترټولو لوړه قرآني میرمنه، د اسلام په تاریخ کښې ترټولو لوړه نمونه بي بي او د عالَمینو د ښځو سرداره «سَیِّدَةَ نِسَاءِ الْعَالَمِینَ» ده. خدای عالی په دې خاطر چې فاطمه زهرا یې خپل ګران پیغمبر(ص) ته ورکړه، له دوي غواړي چې د دغه نعمت په شکرانه کښې قرباني ورکړي. خدای تعالی جل جلاله د فاطمې بي بي وجود، د پیغمبر لپاره خیرِ کثیر او «کوثر» بولي او په قرآن کریم کښې یې د «کوثر» په نوم یوه سوره نازله کړه چې دغه حقیقت ته اشاره لري.

په دغې سورې کښې چې یوازې ۳ آیتونه لري، لولو: «إِنّا أَعْطَیْناکَ الْکَوْثَرَ؛ فَصَلِّ لِرَبِّکَ وَ انْحَرْ ؛ إِنَّ شانِئَکَ هُوَ اْلأَبْتَر»، «ای رسوله!  بېشکه مونږ تا ته کوثر (لوي خېر) درکړ. نو د خپل رب لپاره لمونځ وکړه او قرباني وکړه. بېشکه چې ستا دښمن (له هر خېره) پرې (شنډ) دی.

د اسلامي انقلاب ستر مشر امام خمیني رحمة الله علیه د بي بي زهرا(س) د لوړ شخصیت په صفت کښې فرمايي: «هغه ټول اړخونه چې د یو انسان او یوې ښځې لپاره یې تصور کیږي، په حضرت فاطمې کښې موجود وو. هغه یوه عام ښځه نه وهه وه بلکې یوه روحاني او ملکوتي میرمنه او کامل انسان وه. د حضرت فاطمه زهرا(س) فضایل د پیغمبر اکرم(ص) او د عصمت او طهارت د کورنۍ برابر وو. یوه داسې بي بي چې هر کس چې په هرې نظریې سره د هغې په هکله کومه خبره لري، د هغې د ستاینې حق نه شي ادا کولی. کوم حدیثونه چې د وحي له کورنۍ رسیدلي دي، د اوردونکو د پوهې تر حده دي او سمندر په کوزه کښې نه شي ځاییدې. نورو چې هر څه ویلي دي، خپله د هغوي د پوهې په اندازه دي، نه د زهرا بي بي د مرتبې په اندازه.

زیاتره خلک فکر کوي چې د حضرت زهرا(س) روحاني سترتوب او مقام یوازې په دې وجه دی چې هغه د پیغمبر اکرم(ص) لور ده، حال دا چې د خدای ګران رسول، له حضرت جدیجې(س) څخه  د اُمّ کلثوم، رقیه و زینب په نومونو نورې لوڼې هم درلودلې خو هیڅ یوه یې «د خپل وجود ټوټه» نه ده بللې او یوازې حضرت زهرا ده چې په هکله یې فرمايي: فاطمه زما د وجود ټوټه ده. هغه زما زړه دی. هغه زما د دواړو ډډو ترمینځ روح دی، هر کس چې هغه وځوروي، زه یې ځورولی یم او هر څوک چې ما وځوروي، خدای یې ځورولی دی ».

په دې وجه، د حضرت فاطمه زهرا(س) مقام او منزلت په دې وجه نه دی چې د پیغمبر لور ده بلکې وجه یې دا ده چې هغه د خدای خالصه، پرهیزګاره، عارفه او په پروردګار مئینه وه. فاطمه زهرا داسې لوړه میرمنه ده چې دزمانې په تیریدو او یا په تاریخي بدلونونو سره هیڅکله نه هیریږي بلکې د ژوند افکار، اخلاقي ځانګړنې او د ژوند ښایسته اړخونه یې ورځ تر بلې لاډیر مینه وال ځانته جذبوي او د هغې د لارې د لارویانو شمیر زیاتیږي.

حضرت زهرا (س) د بې شمیره اخلاقي او انساني فضائلو او کمالاتو منشور دی. کله چې د رسول الله مبارک قدرمنه لور فاظمه(س) د بلوغ عمر ته ورسیده نو د قریشو سترې کورنۍ یې غوښتنې ته راغلې خو هر کله به چې هغوي په دې هکله له پیغمبر اکرم سره خبرې کولې، هغه حضرت به په یو ډول منفي ځواب ورکوه او ویل به یې چې د دې کار لپاره د خدا د حکم په تمه دی. داشان یوه ورځ حضرت جبرائیل علیه السلام په پیغمبر اکرم(ص) نازل شو او ویې ویل: خدای تعالی فرمایلي دي چې که د فاطمې لپاره مې علي نه وی پنځولی نو د آدم په اولاد کښې به تر قیامته پورې د هغې وړ خاووند او همسر نه وی پيدا شوی.

دلته مهم ټکی دا دی چې دغه وخت د حضرت علي علیه السلام ټوله شتمني یوه توره او زغره وه چې ورسره به یې د خدای په لاره کښې جهاد کوه او یو اوښ و چې د مدینې په باغونو کښې به یې پرې کار کوه. حضرت فاطمه زهرا(س) په مادیاتو باندې په سترګو پټولو او د امیر المومنین علي علیه السلام په ایمان، میړانۍ، غیرت او ادب باندې په خبرتیا سره، د خدای تعالی حکم له زړه نه ومنه او امام علي ته واده شوه.

له دې امله چې د حضرت فاطمه زهرا(س) لوړ شخصیت د ټولو خلکو لپاره ډیر غوره مثال او بهترینه اسوه ګڼله کیږي، د دغې بې بي د شخصیتي زاویو او مؤلفو پیژندل، د کمال او نیکمرغۍ د لټوونکو لپاره یو بل څراغ ګرځیدی شي. یوه ډیره غوره او ښایسته اخلاقي ځانګړتیا چې د هر مسلمان او په خدای مئین انسان ژوند ته ارزښت ورکوي، قناعت دی. په مادیاتو پورې زړه نه تړل، د انسان د روح د آزادیدو او د دنیا او آخرت د نیکمرغۍ لامل کیږي.

روایت دی چې فاطمې زهرا (س) د واده په وخت کې یو زوړ کمیس درلود، خو رسول الله (ص) د مهر د تیارولو په وخت کې د هغې لپاره یو نوی کمیس تیار کړ، ترڅو فاطمه زهرا (س) یې د واده په شپه واغوندي. کله چې فاطمه زهرا (س) له نويو جامو سره د علي (ع) کور ته راغله او د جشن او ډوډۍ خوړلو مراسم پای ته ورسېدل او فاطمه او خاوند يې يوازې شول نو یو فقیر یې د کور ور ووهلو او د اړتیا څرګندونه یې وکړه او ویې ویل: ای د کور خاوندانو! زه وږی یم او کالي نه لرم. ما ته خواړه او د اغوستو لپاره جامه راکړئ. فاطمه زهرا (س) د واده خواړه د هغه مسکین لپاره پریښودل او نوې جامې یې بدلې کړې او هماغه زړې جامې یې واغوستې او هغه مسکین ته یې خواړه او جامې ورکړې او د آل عمران سورې ۹۲ آیت یې تلاوت کړ چې خدای پاک فرمایلي دي. «لَنْ‏ تَنالُوا الْبِرَّ حَتَّى تُنْفِقُوا مِمَّا تُحِبُّونَ‏»؛ «نیکۍ ته نه رسیږئ مګر کله چې کوم څیز خپله خوښوئ، هغه انفاق(د خدای په لاره کښې) ورکړئ».

لکه څنګه چې مو وویل، د فاطمه زهرا(س) یوه ډیره ښایسته او خاصه ځانګړنه، قناعت او ساده ژوند تیرول وو. سلمان فارسي په یو روایت کښې، د بي بي زهرا(س) ساده ژوند داسې بیانوي: یوه ورځ مې حضرت فاطمه(س) ولیدله چې یو ساده څادر یې په سر کړی و. په حیرانتیا مې عرض وکړ: عجیبه ده چې د ایران او د روم د باچاهانو لوڼه په زرینو تختونو کښیني او په سرو زرو اوبدل شوي کالي اغوندي خو د رسول الله مبارک لور چې عظمت او جلال یې له هغو ټولو زیات دی، نه ګرانبیه څادرونه په سروي او نه ګران او ښایسته کالي اغوندي.

حضرت زهرا(س) وفرمایل: ای سلمانه! خدای تعالی (ښایسته) لباسونه او (د سرو زرو) تختونه زمونږ د زیامت د ورځې لپاره ساتلې دي.

له حضرت زهرا سره د امیر المومنین علي علیه السلام اړیکه ډیره له مهربانۍ او ایثاره ډکه وه. کله چې له بي بي فاطمه زهرا(س) سره د حضرت علي علیه السلام د واده څه موده وشوه، یوه ورخ پیغمبر اکرم حضرت محمد مصطفی(ص) له حضرت علي نه پوښتنه وکړه چې میرمنه دې څنګه ده؟ دوي په ځواب کښې وفرمایل: هغه د خدای د اطاعت په لاره کښې ترټولو ښه ملګرې او مرسته کونکې ده.

هم داشان په یو حدیث کښې راغلي دي چې حضرت زهرا(س) له امام علي علیه السلام سره د ژوند په پیل کښې خپل ګران پلار رسول الله مبارک ته لاړه او په دې هکله یې ترې لارښوونه وغوښتله. حضرت رسول اکرم(ص) ورته وفرمایل: د کور دننه کارونه دې فاطمه او د بهر کارونه دې علي وکړي. حضرت زهرا(س) د پلار په دې وړاندې ډیره خوشاله شوه او ویې فرمایل: بې له خدایه هیڅوک نه دي خبر چې د کار په دې ویش څومره خوشاله شوم.

په شیعه سرچینو کښې د موجودو روایتونو له مخې، د اسلام ګران پیغمبر حضرت فاطمه زهرا ته درزده کړل چې هر کله د کور له کارونو ستړې شي نو تسبیحات ولولي او ژمنه یې ورسره وکړه چې د تسبیحاتو په دې ذکر سره ورته د کور کارونه اسان شي.

دغه تسبیحات چې د حضرت زهرا(س) په ښکلي نوم ښایسته شوي دي،(34) ځلې «الله أکبر»، (33) ځلې «الحمد لله» و (33) مرتبه «سبحان الله» دي. له پنځو واړو لمونځونو وروسته د دغو تسبیحاتو ډیره سپارښتنه شوې ده او د هغو د اجر او انعام به هکله ډیر روایتونه موجود دي. د مثال په توګه امام باقر علیه السلام فرمایلي دي: هر کس چې د حضرت زهرا(س) تسبیحات ووايي او بیا بخشش وغواړي، وبه بخښل شي. دا تسبیح په ژبه سل ځله دي خو په عمل کښې زر تسبیح ګڼل کیږي اوشیطان لرې کوي او رحمان خدای خوشحالوي.

*/*/*/*

ګرانو دوستانو د «ریحان» پروګرام نننۍ برخه پاې ته رسي، ان شاء الله د دې لړ ۍ په راتلونکو پروګرامونو کښې به د دواړو جهانو د بي بي، حضرت فاطمه زهرا(س) د صفاتو او ځانګړنو په هکله له تاسو سره لاډیر معلومات شریک کړو.

 

ټیګونه