«ریحانه» (16 - حضرت خدیجه (س)
(last modified Wed, 26 Jul 2023 06:55:40 GMT )
Jul 26, 2023 11:25 Asia/Kabul
  • «ریحانه» (16 - حضرت خدیجه (س)

ګرانو او قدرمنو اوریدونکو د «ریحانه» پروګرام له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کښې یوو او غواړو چې د حضرت خدیجې سلام ا... علیها د ژوند مختلفو اړخونو ته پاملرنه وکړو او د اسلام د دین په پياوړې کولو او پراخولو کښې د دوي مهم رول درته بیان کړو. هیله ده چې دا لیکنه تر پاې ولولئ او ګټه ترې واخلئ

حضرت خدیجه د خپلې زمانې یوه شریفه، شتمنه او اعتبار لرونکې میرمنه وه. رسول ا... حضرت محمد مصطی(ص)، بي بي خدیجه په نړۍ کښې له کاملو او بهترینو میرمنو څخه بللې ده. حضرت خدیجه(س) یوه متواضع او خاشع، ایمانداره او عبادت کونکې بي بي وه. هغې د خدای او پیغمبر په حقانیت ایمان درلود. رفتار او ګفتار یې یو و، په سختیو کښې به یې صبر کوه. پاکلمنه او د شپې عبادت کونکې وه او هره شیبه به یې خدای تعالی یادوه او د پروردګار د رضا او خوشالولو کوشش به یې کوه.

د جاهلیت په زمانه کښې چې د پاکلمنو ښځو شتون ډیر کم و او زیاتره ښځې د جاهلیت د زمانې په انحرافاتو ککړې وې، حضرت خدیجه په ټولو اړخونو کښې د تقوا او پاکۍ په وجه «طاهره» (پاک سرشته او پاک روشه) بلله کیده. همداشان د حضرت خدیجې بي بي شخصیت په همهغې زمانې کښې د خاص و عام د دومره د پام او احترام وړ و چې ورته به یې «سیده نسوان» (د ښځو سرداره) ویل.

*/*/*/

پیغمبر اکرم(ص) تر ۲۵ کلنۍ پورې واده نه و کړی او د ټولو تاریخي اسنادو او متنونو په شهادت، د ځلمیتوب او ځوانۍ دغه ټول ۲۵ کلونه یې ډیر په پاکلمنۍ او تقوا کښې تیر کړل. رسول ا... مبارک د ۲۵ کالو په عمر کښې له خدیجې سره چې د مشهور نقل له مخې، له دوي څه باندې لس کاله مشره وه، واده وکړ. پیغمبر له خدیجې بي بي څخه د قاسم او عبدا... په نامه دوه زامن او د زینب (س)، رقیه (س)، ام‌کلثوم (س) او فاطمه (س) په نومونو څلور لوڼه درلودې، داشان له ابراهیم پرته د رسول ا... مبارک ټولو اولادونه، له خدیجې(س) څخه وو. پیغمبر اکرم(ص) د خدیجې بي بي په احترام، د هغې په ژوندانه بل واده ونه کړ او د هغې له وفات وروسته به یې هم هغه تل په نیکۍ یادوله.

د پام وړ ټکی دا چې پیغمبر اکرم(ص) تر دریو کلونو د حضرت خدیجې بي بي په غم کښې پاتې شو او بله ښځه یې ونه کړه او په حقیقت کښې حضرت خدیجه(س) د پیغمبر په بیبیانو کښې د دوي وړومبنۍ میرمنه ده چې له پیغمبر سره یې ترټولو زیاته موده ګډ ژوند وکړ. داشان رسول ا... مبارک د ځوانۍ نه تر پاخه عمر پورې یوازې یوه میرمنه درلوده او د خپلې وړومبنۍ میرمنې له وفات کیدو درې کاله پس یې د هغې زمانې د سیاسي او ټولنیزو حالاتو او په ټاپو وزمه کښې د اسلام د پراختیا او دودیدو په موخه، واده ته غاړه کښیښودله.

*/*/*/*/

د حضرت خدیجې(س) یو ډیر لوې خدمت، د اسلام په لاره کښې د خپل ټول مال او شتمنۍ ورکول وو. د خدای ګران رسول(ص) د خدیجة الکبری(س)په شتمنۍ، ډیر ګټه ور کارونه وکړل. پیغمبر اکرم به د خدیجې بي بي په شتمنۍ سره د پوروړو پور  ورکوه، د ناتوانه کسانو مرسته به یې کوله، کوم صحابه چې بې وزله او اړمن و، د هغوي مرسته به یې کوله، او هر چا به چې له مکې نه مدینې ته د هجرت کولو نیت درلود، د خدای ګران رسول به د بي بي خدیجې له شتمنۍ څخه د هغه د لارې خرڅ او توښه ورکوله.

دغو مرستو د پیغمبر اکرم(ص) کار روان کړ او دوي وفرمایل: «زما لپاره هیڅ مال دومره ګټه نه درلوده څومره چې د حضرت خدیجې(س) مال زما په کار راغی».

هم داشان یې فرمایلي دي: «اسلام په دوو شیانو وده وکړه، د علي(ع) په توره او د خدیجې(س) په شتمنۍ».

بیشکه چې د خدیجې بي بي شتمني نه وی نو د شعبِ ابي طالب په تاریخي دوران کښې چې رسول ا... مبارک او مسلمانان په اقتصادي محاصره کښې وو، مسلمانان له لوږې مړه کیدل، په دې وجه، دغې شتمنۍ د پیغمبر اکرم(ص) ژوند او اسلام وژغوره.

*/*/*/*

بي بي خدیجه سلام ا... علیها د ایمان او عقیدې له نظره داسې ځاې ته رسیدلې وه چې خدای او پیغمبر او ملائکو ورسره مینه درلوده او د هغې په ایمان به یې ویاړ کوه او هغه یې د پیغمبر په میرمنو کښې افضله او د نړۍ له غوره ښځو څخه بلله. خدیجه هغه ښځه ده چې د خدای پیغمبر به د هغې په حق کښې ویل: «ای خدیجې! خدای تعالی هره ورځ څو ځلې د خپلو ملائکو په پرتله ستا په وجود باندې فخر کوي.

*/*/*/*/

هو، خدیجه هغه ښځه وه چې د ایمان او سرشیندنې له امله یو داسې ځاې ته رسیدلې وه چې خدای تعالی به ورته سلام لیږه. هغې به نه یوازې د خپلو دوستانو او آشنایانو له خوا ناخوالې او بدې ردې زغملې بلکې د هغې ورځې ټول سیاسي او ټولنیز تریخوالي چې د پیغمبر اکرم(ص) نازولی زړه به یې ژوبلوه، ترمیموه او د هغه زړه به یې قراروه. د الهي لارې د وهلو په دوام کښې به یې د رسول ا... مبارک مرسته کوله او خپله هم په دې لارې کښې ودې او لوړاوي ته رسیدله.

*/*/*/

حضرت خدیجه سلام ا... علیها د اسلام په پیغمبر باندې له ایمان راوړلو او هغوي ته یې د خپلې ټولې پانګې او شتمنۍ له ورکولو وروسته له ډیرو ناخوالو سره مخامخ شوه. امام جعفر صادق علیه السلام په دې هکله فرمايي: کله چې خدیجې بي بي، پیغمبر اکرم(ص) د خپلې همسرۍ لپاره غوره کړ، د مکې ښځې له هغه حضرت سره د دښمنۍ په وجه له هغې لرې شوې. کله چې حضرت خدیجه د فاطمې(س) امیندواره شوه نو فاطمې بي بي به د مور په خیټه کښې له هغې سره مخبې کولې او حوصله به یې ورکوله او د صبر کولو سپارښتنه به یې ورته کوله. کله چې د فاطمې بي بي د زوکړې وخت نزدې شو، بي بي خدیجې د قریشو او بن هاشم ښځو ته یو کس ورواستوه چې د زیږون په وخت یې مرسته وکړي خو هغوي یې مرسته ته رانه غلې.

خدای تعالی د خدیجې بي بي د صبر او د خلکو له خوا یې د یوازې پریښودو په بدل کښې، څلور اسماني میرمنې د هغې مرستې ته واستولې. داشان د حضرت ابراهیم علیه السلام پاکه میرمنه ساره، د فرعون میرمنه آسیه بي بي، د عمران لور بي بي مریم او د حضرت موسی علیه السلام خور کلثوم، د حضرت فاطمه زهرا(س) د زوکړې په وخت د مرستې لپاره د بي بي خدیجې(س) خوا ته راغلې او داشان د خدای وعده او ژمنه پوره کیږي چې هر کس د خدای او د هغه د دین مرسته ورکړي، خدای د هغه مرسته کوي، لکه څنګه چې د سوره محمد په ۷ مبارک آیت کښې راغلي دي: «یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا إِنْ تَنْصُرُوا اللَّهَ یَنْصُرْکُمْ وَیُثَبِّتْ أَقْدَامَکُمْ»، « ای د ایمان خاوندانو! که تاسو د خدای مرسته وکړئ (یعنې د خدای د دین او د هغه د پیغمبر) نو خدای به هم ستاسو مرسته وکړي او ثابت قدمه به مو کړي».

*/*/*/*

حضرت خدیجه(س) وړومبنۍ ښځه وه چې پر پیغمبر اکرم(ص) یې ایمان راوړه او د خپلې دندې په ترسره کولو کښې یې د هغه مرسته وکړه. حضرت حدیجه(س) په حقیقت کښې وړومبنۍ مسلمانه او مؤمنه ښځه ده. دغه پاکه بي بي د واقعې د مبارکې سورې د ۱۰ او ۱۱ آیتونو څرګند مصداق دی چې فرمايي: «وَالسَّابِقُونَ السَّابِقُونَ ؛ أُولئِک الْمُقَرَّبُونَ»، «او مخکښان مخکښې دي، هغوي هم هغه د خدای د درګان مقربان او نزدې کسان دي».

په هم دې بنیاد قرآن کریم وايي، کومو کسانو چې د مکې له فتح کیدو مخکښې جهاد او انفاق کړی، له هغو کسانو سره برابر نه دي چې د مکې له فتح وروسته یې جهاد او انفاق کړی دی. هم داشان کوم کس چې له اسلام نه مخکښې د پیغمبر(ص) احترام او درناوی کړی دی، له هغه چا سره چې له اسلام نه پس او وروسته له دې چې پیغمبر(ص) د حکومت مشر شو د هغه میرمنه شوې، برابر نه دي.

امیرالمؤمنین، امام علي (ع) هم په «خطبه قاصعه» مشهورې۱۹۲ خطبې کښې فرمايي: د اسلام په پیل کښې داسې کور نه و چې اسلام یې منلی وي پرته له یو کوره چې په کښې پيغمبر(ص) و، خدیجه کبری او زه دریم کس وم. یعني خدیجه کبری(س) له پیغمبر وروسته اولنی کس و چې ایمان یې راوړه».

*/*/*/

د سوره احزاب ۳۵ مبارک آیت د حضرت خدیجې(س) د وجود یوه هینداره ده. په دې آیت کښې خدای تعالی حقیقي مؤمنان معرفي کدي دي او حضرت خدیجه(س) یې د مؤمنانو او مسلمانانو لپاره د قرآن له کلام څخه ترټولو غوره مثال بللی دی. متعال خدای په دغه آیتِ شریف کښې هم د ښځو او هم د د سړیو ښه صفات د یو بل ترڅنګ راوړي دي او فرمایي:

آیه ۳۵ سوره احزاب آیینه‌ای از وجود حضرت خدیجه (س) است. خداوند در این آیه مؤمنان حقیقی را معرفی کرده است و حضرت خدیجه (س) بهترین الگو از کلام قرآن برای مؤمنان و مسلمانان است. پروردگار متعال در این آیه صفات نیکوی هم زنان و هم مردان را در کنار یکدیگر آورده و می فرماید: «إِنَّ الْمُسْلِمِینَ وَالْمُسْلِمَاتِ وَالْمُؤْمِنِینَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَالْقَانِتِینَ وَالْقَانِتَاتِ وَالصَّادِقِینَ وَالصَّادِقَاتِ وَالصَّابِرِینَ وَالصَّابِرَاتِ وَالْخَاشِعِینَ وَالْخَاشِعَاتِ وَالْمُتَصَدِّقِینَ وَالْمُتَصَدِّقَاتِ وَالصَّائِمِینَ وَالصَّائِمَاتِ وَالْحَافِظِینَ فُرُوجَهُمْ وَالْحَافِظَاتِ وَالذَّاکِرِینَ اللَّهَ کَثِیرًا وَالذَّاکِرَاتِ أَعَدَّ اللَّهُ لَهُمْ مَغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِیمًا»،

« بيشکه چې خدای مسلمانانو سړو او ښځو او مومنانو سړو او ښځو او اطاعت کونکو سړو او ښځو او رښتونو سړو او ښځو او صبر کوونکو سړو او ښځو او عاجزي کوونکو سړو او ښځو او صدقه ورکوونکو سړو او ښځو او روژه نيوونکو سړو او ښځو او د خپلو شرمګاهو پاک ساتونکو سړو او ښځو او د خدای ډېر زيات ذکر کوونکو سړو او ښځو لپاره بخښنه او لوي اجر تيار کړی دی.

د دغه مبارک آیت له مخې، که هر کس په دې صفاتو کښې یوه ځانګړنه ولري، له مومنانو او مومناتو څخه ګڼل کیږي، خو حضرت خدیجې(س) دغه ټولې ځانګړتیاوې درلودلې، په تحقیق سره که د سوره احزاب د ۳۵ آیت په معنا باندې ځان ښه پوه کړو او ورباندې عمل وکړو او په ځان کښې دغه خصوصیات پیدا کړو نو د خدای په نزد ښه مقام لرو.

د اسلام بنسټ او اساس، دودیدو او پراختیا د حضرت خدیجې سلام ا... علیها په شتون سره بڼه ونیوله او هغه د اسلام د ګران پیغمبر لپاره ترټولو ښه ملګرې او مرسته کونکې وه. دا چې نن اسلام زمونږ تر زمانې راسیدلی دی، د خدیجې بي بي د قربانیو او سرشیندنو پامته داره دی. مونږ باید د حضرت خدیجې له کرداره زده کړه وکړوو او د اسلامي ارزښتونو د باقي پاتې کیدو لپاره له خپل هر څه تیر شوو.

*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه