د افغانستان کډوال په ایران کښې ښه حالت لري
فارس خبري اژانس وايي د افغانستان په چارو کښې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي وویل په ایران کښې د افغانستان د هستوګنه کډوالو حالت ښه دی او زر په دې زمینه کښې ښه چاره ترسره کیږي .
هغه د ایران او د افغانستان د دوو ملتونو ترمینځ وروستیو رامینځته شویو مسائیلو او د فتنې د رامینځته کولو لپاره د دښمن هڅې ته په اشارې سره وویل له مخکې څو میاشتو راهسې او په افغانستان کښې د بدلونونو په رامینځته کیدا سره د ایران او د افغانستان د دوو ملتونو دښمانانو خپله ټوله هڅه وکړه چې دواړه هیوادونه په جنګ او شخړې بوخت کړي او د دواړو ملتونو ترمینځ یوزړه توب په دښمنۍ بدل کړي .
د افغانستان په چارو کښې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي وویل د تهران او کابل په تدبیر او دغه راز د دواړو ملتونو په هوښیارۍ سره د دښمانانو فتنه له ماتي سره مخ شوه خو څو میاشتې وروسته په نوي څیرې سره د دواړو ملتونو د دښمانانو څو اړخیزه نوي فتنه پیل شوه او له تیرو څو اونیو راهسې په جعلي عکسونو او ویډیوګانو او په اینټرنیټ باندې د دغو ویډیوګانو په پراخه سویه خپرولو سره یې د ایران او د افغانستان د خلکو احساست داغي کړي دي او د ځینو خوځښتونو سبب شوي .
هغه وویل هغه پیښې چې په کابل کښې د ایران د سفارت او په هرات ولایت کښې د ایران د کنسولګرۍ مخ ته وشوې د افغانستان د باندې جرړه لري او دغه خوځښتونه له خارج سره ارتباط لري .