اوکراین ته د وسلو استول د سولې سبب نه کیږي
د چین سي جي ټي این ټيلي ويژن راپور ورکړ په ملګرو ملتونو کښې د چین دائمي استازي ژانګ جون اوکراین ته د نورو ډیرو وسلو د استولو د پایلو په هکله خبرداري سره د نړۍ له ټولو هیوادونو وغوښتل چې اوربند ته د رسیدا په هدف سره د روسیې او د اوکراین ترمینځ د ډیپلوماټیکو خبرو اترو ملاتړ وکړي .
د اوکراین جنګ دوهمې میاشتې ته ورننوتلی دی او تراوسه پینځویشتو (۲۵)هیوادونو اوکراین ته بیلابیل ډول پوځي وسلې استولي دي او روسیې ټینګار کړی چې د اوکراین د نیولو اراده نلري .
په ملګروملتونو کښې د چین دائمي استازي ژانګ جون د امنیت شورا په غونډې کښې په اوکراین کښې د بشر دوستانه اقداماتو په هکله یوشمیر مسائیل مطرح کړل او ویې ویل ډيپلوماټیکې خبرې باید په سمدستي ډول ترسره شي ځکه چې د یوه اوږه جنګ لرلید اندیښمونکی او د دغه جنګ زر پاې ته رسول د انساني کړکیچ د حل لپاره اساسي لاره ده .
هغه وویل مونږ باید بایکاټونو ته پام وکړو او د هغو منفي پایلې له مینځه یوسو .
دغه راز د امریکا دفاع وزارت پینټاګان وویل داسې هیڅ ثبوت نشته چې روسیې په اوکراین کښې کیمیاوي یا بایلوژیکي وسلې کارولي وي .
د پینټاګان ویاند جان کربی پرون ومنله چې په اوکراین کښې جنګ روان دی خو هلته له کیمیاوي یا بایلوژیکي وسلو د روسیې د استفادې هیڅ نښه نه ده موندل شوي .
د اوکراین ولسمشر زلنسکي پرون ادعا وکړه چې روسیه په اوکراین باندې د حملې لپاره د ممنوعه وسلو په شمول بیلابیلې وسلې کاروي او ماسکو باید محاکمه شي .