د روغتيا وزير:
په ايران کښې ټول مېشته افغانان واکسينه شوي دي
Apr 22, 2022 14:03 Asia/Kabul
د ايران د روغتيا وزير وويل: په ايران کښې مېشته ټول افغانان د کوويډ ۱۹ بيمارۍ په خلاف د ويړيا ېکسينېشن له پروګرامه برخور شوي دي.
د مهر خبري آژانس د رپوټ له مخې بهرام عين اللهي وويل: د ايران اسلامي جمهوريت د خپل اسلامي نظام ، ديني ارزښتو، انساني کرامت او اداري او انساندوستانه دندو د کلي سياستونو په چوکاټ کښې د کوويډ ۱۹ نومې بيمارۍ د شروع کېدو له وخت نه په ټول ايران کښې معالجاتي مرکزونو ته د افغانانو د مراجعې او معالجې لپداره د هيڅ ډول محدوديت قائل نه ؤ او نه دے.
عين اللهي زياته کړه، ګڼ شمېر افغان بيماران د ايران په روغتيائي مرکزونو او روغتونونو کښې په ويړيا توګه يا په ډېر کم لګښت سره داخل او معالجه کړې شوي دي او ټول افغانان د کوويډ ۱۹ نومې بيمارۍ په خلاف د ايران د اسلامي جمهوريت له ويړيا ويکسينېشن ملي پروګرام څخه برخور شوي دي.