امریکا باید زیات غوښتنه او شک څنګ ته کړي
فارس خبري اژانس وايي د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل امریکا باید د ویانا په خبرو کښې زیات غوښتنې او شک څنګ ته کړي او د حقیقت او د موضوع د حل کولو په لاره کښې ګام پورته کړي .
حسین امیر عبداللهیان بیګا د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست له مسوول جوزپ بورل سره په ټیلي فوني تماس کښې د بایکاټونو د ختمیدا لپاره د سلامشورو دوام ته په اشارې او په دې خبرې سره چې ښې ، پیاوړي او پایداره موافقې ته د رسیدا لپاره د ایران داسلامي جمهوریت په ارادې کښې هیڅ شک نشته وویل امریکا باید زیات غوښتنې او شک څنګ ته کړي او د حقیقت او د ستونزې د حل لارې د موندلو په لاره کښې ګام پورته کړي .
د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان زیاته کړه همدا اوس درې (۳)اروپايي هیوادونه ، روسیه او چین د موافقې نهايي کیدا ته تیار دي او دا د امریکا اوسنی حکومت دی چې باید د سپینې ماڼۍ د تیرو غلطو سیاستونو د اصلاح کولو جرات وکړي .
حسین امیر عبداللهیان په افغانستان کښې د ترهګرو اقداماتو زیاتیدا او د کډوالو د څپې ډیریدا ته په اشارې سره په دغه هیواد کښې د امنیت او د ثبات د ټینګولو په هکله د جدي ملګرتیا او د افغانستان د کډوالو په مشکل د غور کولو او د بشر دوستانه مرستو په استولو او له نشه ییزو موادو سره د مبارزې پرضرورت ټینګار وکړ .
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د اوکراین په کړکیچ کښې په سیاسي حل لارې باندې د تمرکز پرضرورت باندې ټينګار سره په یمن کښې د موقته اوربند د ټينګیدا هرکلی وکړ او هیله یې وکړه چې سیمه د یمن د دائمي اوربند ، په بشپړه ډول د کلابندۍ د ختمیدا او د یمن د ډلو ترمینځ د موافقې کتونکي ووسي .
د اروپايي اتحادیې د بهرنيو سیاست مسوول جوزپ بورل هم په ویانا خبرو کښې د ایران د پلاوي مثبتې ارادې ته په اشارې سره وویل باوري یوو چې ایران موافقه غواړي او ډول ډول نوښتونه یې هم کړي دي او هغه دوام لري .
هغه په خبرو کښې ځنډ رغنده ونه باله او وړاندیز یې وکړ چې له نږدې څخه د ایران د لوړرتبه مرکچي او د اروپايي اتحادیې د استازي ترمینځ بیا خبرې اترې تعقیب شي .