ایران ته د قطر د خارجه وزیر نننی سفر
د قطر خارجه وزیر د ایران داسلامی جمهوریت له خارجه وزیر سره دخبرواترو لپاره نن تهران ته راغی
د ایران د خارجه وزارت ویندوي ناصرکنعاني په یولړ څرګندونو کې ووئيل ، د ایران له خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان سره د قطر د خارجه وزیر اومرستیال لومړی وزیر شیخ محمد بن عبدالرّحمن په لیدو کاتو کې به پر دوو اړخیزو اړیکو سربیره ،په سیمه ایزې حوزې او نړیواله سویه د دلچسپۍ وړ موضوعګانو په باب هم دنظر تبادله وکړي .
قطر د ایران په بهرنی سیاست کې لومړیتوب لرونکی هیواد حسابیږي. دغه دواړه اسلامی هیوادونه د فارس خلیج په مهمې اوحساسې سیمې کې واقع دي او د سیمه ایزو مسئولو په باب هم ډير نزدې دریځونه لري ؛ په وروستیو کلونو کې دعربستان ،متحده عربی اماراتو ، ،بحرین او مصر عربو هیوادونو له خوا د قطر په ضد له بندیزونو لګیدو وروسته ، او ددغو بندیزونو په ماتولو کې د قطر له حکومت او ولس سره دمرستې لپاره د ایران په مثبت ځواب پسې ددواړو هیوادونو سیاسی اړیکې په لالوړه سویه روانې شوې .
د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي پخپل څلورم بهرني سفر کې د فرورۍ په یویشتمه نیټه قطر ته لاړ،داسې سفر چې د قطر د امیر له ډیر ګرَم هرکلی سره یو ځاي شو او د کارپیژاندو اوشناندو په اعتراف ، په مختلفو سیاسی و اقتصادي ، کلتوري او امنیتی ډګرونو کې ئې ډيرې بریاوې درلودې . پّ دغه سفر کې د دواړو لورو ترمینځ د هوائي الوتونو ،کشتۍ چلونې ،تجارت ،رسندویو ، د وزیرو ، بریښنا ، سټنډرونو ، تعلیم او کلتور په زمینو :ې د تفاهم څوارلس یاددښتونه لاسلیک ش ول او له دې وروسته ، د وواړخیزو ، سیمه ایزو او نړیوالو موضوعګانو کې د ملرتیاؤ دپراختیا په موخې سره ددواړو هیوادونو دچارواکو سلامشورې هم زیاتې شوې .
تهران ته دقطر د خارجه وزیر نننی سفر هم په داسې حال کې ترسره کیږي ، چې دوحه تیره اونۍ (د جون په ۲۸ او ۲۹ نیټه ) د اروپائي اتحادئې په مینځګړیتوب سره د ایران او امریکا ترمینځ دغیر مستقیمو خبرواترو کوربه ؤ .
د قطر خارجه وزیر ددغو خبرواترو بهیر مثبت بللی او له مرکچي پلاؤ سره ئې خپلو جلاجلا لیدو کاتو ته په اشارې سره وئیلی دي ، قطر به دخبرواترو ددغې مرحلې په مهم بللو سره ، د ایران اسلامی جمهوریت د خوښې وړ نتیجو ته تر رسیدا او ژمنتیاؤ ته د درستو لورو ترستنیدا پورې دخبرواترو د کوربتوب په لارې کې هیڅ هڅه ونه سپمَوي .
په داسې حال کې چې دایران اسلامی جمهوریت ، د یوې ښې ، پیاوړي اوتل پاتې موافقې ته د رسیدا لپاره په واشنګټن کې د سیاسی فیصلو د غوره کولو او حقیقت پالنې په ضرورت ټينګار لءي او په دې خاطر ئې لازم نوښتونه هم وړاندې کړي دي ، خو امریکائي چارواکي ادعا کوي ، ایران د دوحې پّ خبرواترو کې له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ورآخوا غوښټې مطرح کړي ، چې نړیوالې جامعې ایټمی موافقې ته دبیرته ستنیدا لپاره دتهران دجدیّت او ژمنتیاؤ نه لرلو نښه ده . په همدې زمینې کې د امریکا دخارجه وزارت ویندوی نډپرایس دسه شنبې په ورځې وئيلی دي ،واشنګټن فعلا، له ایران سره دغیرمستقیمو خبرواترو دبل پړاؤ ترسره کولو لپاره هیڅ پروګرام نه لري .
له دې سره سره ، د ایران په ضد دبندیزونو د لغوه کیدا په موخې سره د خبرو اترو کوربتوب د دوام لپاره د خپل ه یواد دهڅې په باب د شیخ محمد بن عبدالرّحمن آل ثاني څرګندونې ، دا احتمال پیاوړی کوي ، چې دا موضوع به په تهران کې د هغه دسلامشورو یو اصلي چورلیز وي ، په همدې لړ کې ټاکل شوې ده ، دقطر خارجه وزیر نن اوسبا د ایران د اسلامی جمهوریت له نورو لوړپوړو چارواکو سره هم خبرې او مشورې وکړي .