د دوو اړخیزو اړیکو په پراختیا د ایران او چین د ولسمشرانو ټینګار
(last modified Sat, 30 Jul 2022 09:53:45 GMT )
Jul 30, 2022 14:23 Asia/Kabul
  • د دوو اړخیزو اړیکو په پراختیا د ایران او چین د ولسمشرانو ټینګار

د ایران او چین ولسمشرانو په یوه ساعته ټيلیفوني خبرو کې،سیمه ایز او نړیوال بدلونه  ارزولي او دوو اړخیزو اړیکو  اوملګرتیاؤ په لازیاتې پیاوتیا ئې ټينګار وکړ.

د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي  پرون ناوخته د چین  له ولسمشر شي جین پینګ سره په ټيلیفوني خبرو کې،دهیوادونو په داخلی چارو کې دامریکا لاسوهنې ددغه هیواد دیواړخیز ورانکار سیاست په دوام کې وبللې چې تر دې دمه  د نړۍد سولې اوامنیت لپاره په یوه ګواښ بدلې شوي دي.

ابراهیم ریئسي له نړیوالو بدلونونو ورآخوا  له چین سره داړیکو  دهراړخیزې پراختیا لپاره د ایران په کلک هوډ باندې په ټينګار سره،د حاکمیّت لرونکو هیوادونو پر ملی ګټو مشتمله  او خپلواکه  ملګرتیا،په سیمه ایزه اونړیواله سویه د حکمرانۍ سمه بیلګه بللې او په نوي پنځیدلي نړیوال نظم کې دعدالت او انصاف په غلبې په ټينګار سره ئې ،په  نړۍ کې دساړۀ جنګ د پړاؤ د تکراریدا لپاره دامریکا هر ډول هڅه،د کمزورتیا او د دوي د ځوړتیا نښّ وبلله .

 دچین  د خلک ډيموکراټيک هیواد ولسمشر شی جین پینګ هم په دیارلسم حکومت کې د دواړو هیوادونو د مشرانو په دوهمو خبرواترو کې  په نړیوال ډګر کې دایران او چین  ملګرتیا او په سیمه ایزو اونړیوالو ډګرونو کې د یوه بل له دریځونو ددواړو  هیوادونو د متقابل ملاتړ قدرونه وکړه .د چین ولسمشر هم  دایران او چین د اړیکو پر سټراټژيک  اهمیّت او هم د دواړو هیوادونو په تیره بیا په اقتصادي ،تجارتي ،بیخ بینائي جوړښتونو  او انرژۍ  په حوزو کې د دواړو هیوادونو داساسي سټراټژيکو او امنیتی  ملګرتیاؤ په پیاوړتیا او پارختیا ټینګار وکؤ . شی جین پینګ  ووئيل د دواړو هیوادونو ترمینځ د ۲۵کلن ملګرتیاؤ د جامع پلان د سند اجرائي کیدا،په دې لړ کې یو لوي ګام دی  او په همدې اساس د اقتصادي ډګر پشمول له ایران سره د هراړخیزو سټراټژيکو اړیکو د پراختیا لپاره لازم دستورات صادروم .

په وروستیو کلونو کې د ایران او چین اړیکې په اوڅاره توګه  پراخې شوي  او په تیره بیا  دامریکا له سلطه غواړو سیاستونو سره  دمقابلې په وړاندې  ددواړو هیوادونو ګډ  دریځونه او هم  د پنځه ویشت کلنې جامعې ملګرتیا  پروګرام ترسره کیدا د دوو اړخیزو ا ړیکو یو مهم ټکی حسابیږي .په دې لړ کې ابراهیم  ریئسي او شی جین پینګ د ملګرتیاؤ د پراختیا  دنوښتونو په مطرح کولو او په تیر یوه کال کې د دوا ړوهیوادونو په تحارتي مبادلاتو کې  په لور نیونې او داړیکو د پراختیا په بهیر په خوښئ ښودلو سره،د ۲۵کلنې حامعې ملګرتیا د پروګرام داجرائي کیدا په بهیر کې د پراختیا او چټکتیا  د لارو چارو په باب موافقه وکړه .  دایران ولسمشر د شانګهائي ملګرتیا موسیسې او د بریکس ډلې په څير  د سیمه ایزو او له سیمې د ورآخوا ترتیباتو په پلیټ فارم کې  دڅو اړخیزو اقتصادي  ملګرتیاؤ دز مینې  هم هرکلی وکړ .  هغه د چین د ولسمشر  له خوا  له ګاونډیانو سره د ایران د اسلامی جمهوریت د ملګرتیاؤ او اړیکو د پراختیا  د سیاست  د بریاؤ او قدرونې په غبرګون کې  هم ټينګار وکړ،  دا یران داسلامی جمهوریت دغه کړچار   په لویديځي اسیا سیمې کې د ډله ایز امنیت او پراختیا لپاره  لازمې زمینې برابرې کړي دي  او  د سیمې  داقتصادي پراختی او  د سیاسی اعتماد د پیاوړتیا لپاره یوه بیلګه کیدلی شي .

 ایران او چین د دوو اړخیزو  مشترکاتو  اوګټو په لړ کې او هم د سیمه ایزو او له سیمې د ورآخوا  مسئلو په باب په ګډو لیدتوګو کې،په دغه ډګر کې د اړیکو دلوړتیا لپاره ډيرې زمینې او دلیلونه لري .د ایران د  اسلامی جمهوریت او د چین دخلک ډيموکراټيک هیواد ترمینځ د سټراټژيک ګډ مشارکت ؛ ګډه اعلامیه،چې د ۲۰۱۶کال په جنورۍ کې  تهران ته د چین دولسمشر شی جین پینګ له سفره وروسته د دواړو هیوادونو ترمینځ لاسلیک شوه،په شل ماده ایز چوکاټ کې ئې،په سیاسی،اجرائي ملګرتیا،انساني،کلتوري،قضائي،امنیتي،دفاعي،او سیمه ایزو او نړیوالوو حوزو کې د تهران-بیجینګ دګډو ملګرتیاؤ ژورتیا  او پراختیا  د لارې نقشه  مشخصه کړې ده.ددغې اعلامیې په لومړۍ مادې کې راغلي دي،لوري په دې اند دي، په داسې شرائطو کې دنړیوال نظام  څو قطبی کیدا او  د اقتصاد نړیوال کیدابهیر  ژوره پراختیا موندلې، د ایران او چین  دواړو هیوادونو مناسبات ئې له سټراټژيک اهمیّته برخمن کړي دي  او یوه بل، خپل مهم سټراټژيک شریک ګڼي او خپل مینځۍ اړیکو پراختیا ئې  دخپل بهرني سیاست په لومړیتوب کې راوستې ده .

 اوس نړیوال شرائط په تیره بیا  پر چین د امریکا ددباؤنو زیاتیدا او هم  په لویدیځي آسیا سیمې کې د واشنګټڼ  لاسوهونکي سیاستونه،او له بل پلوه په دوو اړخیزو اړیکو او سیمه ایزو او نړیوالو مسئلو کې  دایران او چین  لازیاتې همپالنې،د دواړو هیوادونو دچارواکو ترمینځ  دنظرونو مبادله او د  مشورو دزیاتیدا ضرورت نوره هم ضروري کړی دی.  مسلما  د  ایران او چین د ولسمشرانو  ټيلیفوني خبرې اترې ، په دې زمینې کې یو وارمخکې ګامو حسابیږي.

 

ټیګونه