ختیځ ته کتنه باید سټراټيژیکه وي
ایسنا خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني وویل په سیمه او نړۍ کښې سټرټيژیک انډولونه له لویدیځ څخه د ختیځ په لور د بدلیدا په حال کښې دي.
هغه د ایران او د چین د دوستۍ د ټولنې له غړیو سره په کتنه کښې وویل نن سبا د سیمې ټول ملتونه د امریکا په هکله منفي نظر لري او عرب حکومتونه له امریکا ، چین او روسیې سره په خپلو اړیکو کښې د انډول د رامینځته کولو لپاره د زمینې د برابرولو په حال کښې دي.
د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني ختیځ ته د کتنې موضوع ته د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود ټینګار ته په اشارې سره وویل په ایران کښې ختیځ ته کتنه او د چین په شمول له ختیځو هیوادونو سره د اړیکو پیاوړي کول باید یوه سټراټيژیکه کتنه وي او نه یوازې د لویدیځ په مقابل کښې یو تاکتیکي کړچار.