د آژانس کیمرې به د ایران په ضد دتورونو د نه لګولو په شرط چالان شي
د ایران داسلامی جمهوریت د ایټمي انرژۍد ادارې مشر محمد اسلامی ووئيل،د ایرتان د ایټمی تاسیساتو کیمرې په دې شرط سره فعالې اوروشنې شي ، چې د ایران په ضددرستې ادعاګانې اوتورونه ختم شي.
محمد اسلامی نن له ایرناخبری اژانس سره په خبرو کې ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د اوسني بهیر دوام سره ، د ایران اسلامی جمهوریت پخپلو ایټمي تاسیساتو کې د لګول شوو کیمرو د خاموش کولو لپاره کوم پروګرام لري.؟ ووئيل هغه کیمرې چې غونډې شوي دي،د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې یا د هغې له حقوقي کلمې ؛ سیف ګارډز ؛ ورآخوا دخپلې خوښې په اساس وې،چې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په اساس ، د ایران دایټمي فعالیت، محدودیّت او ظرفیّت د اندازې لګولو لپاره لګول شوي وې.
محمد اسلامی دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې مقابلو لورو ته په خطاب کې ټینګارکړی،کله په نړیوالې ایټمی موافقې کې باقي پاتې نه شوائ او پخپلو ژمنو مو عمل ونه کړائ شواو ورڅخه ووتلئ، نو هیڅ دلیل نشته چې ایرن هماغه راز یکطرفه د منسوخ شوي تړون په شان له یوې موافقې سره دوام ورکړي .
دایران د ایټمي انرژۍ د ادارې مشر ددې خبرې په باب چې که په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې بریالی شو، نو کیمرې به بیا روشنې او فعالې شي ، ووئيل؛تر څو چې په نړیوالې ایټمي موافقې کې د ایران مقابل لوري خپلو ژمنو ته بیرته ونه ګرځي او د ایران په ضد دروغجنې او له ادعاؤ ډک موردونه څنګة نه کړي ،نو کیمرې به ونه لګول شي .
د ایران داسلامی جمهوریت د ولسمشر مرستیال دایران دسوله ایزو ایټمی فعالیتونو په ضد ادعائي موردونه ، یوه داسې پلمه بللې چې له کلونه کلونه کیږي،د ایران د اسلامی جمهوریت په ضد په زیاتره دباؤ سره تعقیبیږي.
داپه داسې حال کې دي چې دایران د اسلامی جمهوریّت ایټمی مرکچي ټيم د علی باقري کني په مشرۍ،د امریکا دظالمانه بندیزونو دختمولو دخبرواترو په نوي پړاؤ کې د ګډون لپاره نن سهار ویانا ته رسیدلی دی .ددغه راپور په اساس ټاکل شوې چې د ایران او مقابلو لورو د استازو ترمینځ خبرې اترې نن پیل شي.