امریکاپه بې مورده خنډجوړولو سره دانرژۍ نړیوالې بيّې زیاتوي
(last modified Mon, 05 Sep 2022 11:13:44 GMT )
Sep 05, 2022 15:43 Asia/Kabul
  • امریکاپه بې مورده خنډجوړولو سره دانرژۍ نړیوالې بيّې زیاتوي

د ایران د ایټمی مرکچي ټيم سلاکار په یولړڅرګندونو کې ووئيل،امریکا له ایران سره په ایټمی خبرواترو کې د څومبهمو کلمو پر سر په بې مورده خنډ جوړلو سره د انرژۍ نړیوالې بیّې زیاتوي .

تسنیم خبری اژانس راپور ورکړی،د ایران د ایټمي مرکچي ټیم سلاکار محمد مرندي  په نړۍ کې د انرژۍ د زیاتولو په نسبت د امریکا د چلند په باب پخپل یوه ټولنیز پیغام کې ولیکل، لویدیځ له ظالمانه بندیزونو څخه د وسلو په توګه استفاده کوي،په داسې حال کې چې  ایران  له درستوقانوني او غیر دښمنو حکومتو سره په عادی اړیکو پسې دی.

محمد مرندي زیاته کړې ده ، ایران هیڅکله هم  له تیلو او یا ګیسو څخه د دباؤ داړم په توګه استفاده نه ده کړې. هغه له دې مخکې هم داروپائي اتحادئې غږملونکي ته د ایران دځواب په باب  لیکلی وو،ددې لپاره چې  دایران په ضد دظالمانه بندیزونو دلغوه کولو موافقه  لاسلیک شي(چې په څو ورځو کې دغه کار کیدلی شي) باید داسې هیڅ یو شک پاتې نشي چې  وروسته   دغې نړیوالې موافقې ته دتاوان درسولو لپاره  ورڅخه استفاده وشي.

 

ټیګونه