امریکا، بریتانیا او عربستان د بلواو ملاتړ کوي
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک قومندان حسین سلامي ځوانانو ته دوکه ورکول او غولول د دښمن اخري چلول وباله.
حسین سلامي په دې خبرې سره چې د ایران د ځوانانو غولول او ورته دوکه ورکول د دوښمن اخري چلول دی وویل حتی هغه کم شمیر ځوانان چې نن سبا یې د دوښمنو اغواګرو دوکه خوړلي ده په حتمي ډول له خپلې لارې ستنیږي او له دښمانانو سره د مقابلې په لومړي صف کښې به ودریږي.
هغه هغو کم شمیر ځوانانو ته په خطاب کښې چې د دښمن په لومه ښکیل شوي دي تاسو د دغه ټاټوبي بچیان یاست مونږ چې کله دفاع کوو نو د ټولو خلکو دفاع کوو.
د ایران د سپاه پاسداران ځواک مشر حسین سلامي دغه راز له بلواو سره د مقابلې په میدان کښې د ایران د خلکو د شتون په قدرونې سره وویل امریکا ، انګلستان او سعودي عربستان د رسنیو په وسیلې سره د اسلامي انقلاب په زړه ګوزار کړی دی خو دوې به بیا هم ماتي وخوري.
د ټول اسلامي ایران خلکو په تیرو څو ورځو کښې په ځلونو د وروستیو بلواو د غندلو لپاره مظاهرې کړي دي.