په ملګروملتو کې د ایران او امریکا ترمینځ پيغامونه مبادله شوي
د ایران د خارجه وزارت وینندوي ټينګار کړی، ایران یوې ښې او پیاوړي موافقې ته رسیدا ته پابنده دی څو ښې او خوښې نتیجې ترلاسه شي او د نهائي جمع بندۍ متن ته د ایران ځواب ورکړل شوی دی.
د ایران داسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوی ناصر کنعاني نن په خبری کنفرانس کې په دې خبرې کولو سره چې د ملګروملتو دعمومی اسمبلۍ غونډه د بندیزنو دختمونکو خبرواترو لپاره یو ښه فرصت ؤ ، ووئيل؛ د واسطو له لارې ددغې ناستې په څنډې کې د ایران او امریکا ترمینځ پیغامونه ردوبدل شوي دي.
ناصر کنعاني زیاته کړې،د نړیوالې ایټمي موافقې په خبرواترو کې د اروپائي غږملونکي له لارې هڅه هماغه راز دوام لري.
د ایران د خارجه وزارت وینندوي ټينګار کړی، ایران یوې ښې او پیاوړي موافقې ته رسیدا ته پابنده دی څو ښې او خوښې نتیجې ترلاسه شي او د نهائي جمع بندۍ متن ته د ایران ځواب ورکړل شوی دی.
هغه په دغه خبري کنفرانس کې له فلسطینیو ماشومانو سره د پیوستون د ورخې د درنښت په ترڅ کې هم ووئيل؛ صهیونیسټي رژيم تر دې دمه دوه زره دوه سوه دیرش فلسطینی ماشومان شهیدان کړي دی چې ددغې ورځې د نومونې د اهمیّت ښودنه کوي.