بندیزونه  د تهران او ماسکو ملګرتیاؤ خنډ نشي کیدلی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i121972-بندیزونه_د_تهران_او_ماسکو_ملګرتیاؤ_خنډ_نشي_کیدلی
د کسپيّن  سمندرګي د څنډې هیوادونو دوهمه اقتصاديغونډه د ایران د ولسمشر د مرستیال او دڅلورو ساحلی هیوادونو قزاقستان،ترکمنستان، آذربایجان جمهوریت او روسیې د صدراعظمانو په شون سره په ماسکو کې ترسره شوه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 07, 2022 03:58 Asia/Kabul
  • بندیزونه  د تهران او ماسکو ملګرتیاؤ خنډ نشي کیدلی

د کسپيّن  سمندرګي د څنډې هیوادونو دوهمه اقتصاديغونډه د ایران د ولسمشر د مرستیال او دڅلورو ساحلی هیوادونو قزاقستان،ترکمنستان، آذربایجان جمهوریت او روسیې د صدراعظمانو په شون سره په ماسکو کې ترسره شوه

د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر مرستیال او روسیې لومړي وزیر د تهران –ماسکو دملګرتیاؤ دپراختیا دبهیر پر چټکولو او د خپل مینځیو اقتصادی او تجارتي اړیکو دپراختیا په وړاندې د خنډونو پر لیریکیدا ټينګار وکړ.

 ایسنا خبری آژانس راپور ورکړ،د اسلامی  ایران د ولسمشر  مرستیال محمد مخبر  پرون د ایران اوروسیې د لوړروتبه پلاؤ په ګډې غونډې کې  چې د کسپيّن   دوهمې اقتصادي ټولګې  په څنډې کې ترسره شوي ووئيل ایران او روسیه مخ په وده اوله ښو اړیکو برخمن دي  او داړیکو د هراړخیزې پیاوړتیا لپاره  دواړه هیوادونه کلک هوډ او جدي اراده لري.

 محمد مخبرله ایراني پلاوي سره  دروسیې د ځينو لوړروتبه شرکتونو  دمدیرانو بیګانیو لیدو کاتو ته په اشارې سره  ووئيل،  په دغې کتنې کې په تیلی میدانونو کې  او همداراز په کرهڼيزو،مالی،بانکي اوټرانزیټي او ټرانسپورټي برخو کې  د روسیې د شرکتونو د پانګونو په باب هم خبرې اترې او ځيني فیصلې وشوې او وټاکل شوه لوري  داجرا لپاره ټآیم ټيبل برابر کړي.

د روسیې  لومړی وزیر میخائيل میشوستین هم په دغې کتنې کې  دواړو هیوادونو ترمینځ دښه ګاونډيتوب او دوستانه اړیکو ته په اشارې سره  ووئيل، ماسکوپه ټولو ډګرونو کې له تهران سره  دملګرتیا پراختیا او ژورتیا په نسبت اهتمام لري.هغه دغه راز د ایران او روسیې په ضد  غیر قانوني بندیزونو ته تر ټولو ښه ځواب  د ایران اوروسیې ترمینځ  داړیکو پراختیا او پیاوړتیا وبلله او زیاته ئې کړه، په روسیې کې د ایرانیو شرکتونو دشتون اوفعالیتونو هرکلی کیږي او په روسیې کې  د ماسکو د شریکانو لپاره دګډې ملګرتیا او فعالیت زمینه برابره ده .

د کسپيّن  سمندرګي د څنډې هیوادونو دوهمه اقتصاديغونډه د ایران د ولسمشر د مرستیال او دڅلورو ساحلی هیوادونو قزاقستان،ترکمنستان،آذربایجان جمهوریت او روسیې د صدراعظمانو په شون سره په ماسکو کې ترسره شوه