Oct 08, 2022 15:06 Asia/Kabul
  •   فارس خلیج  په بشپړ   او  ځاي امنیت کې دی

 د ایران دفاعي قدرت،د سیمې د حکومتونو او ملتونو لپاره د آرامښت، سولې او امنیت پیغام لري.

د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د سمندري ځواک قوماندان سردار علی رضا تنګسیري د فارس خلیج امنیت په بشپړ ډول ځاي وبالۀ او ووئيل،ایران ددغې نړیوالې اوبلارې  امنیت،د فارس خلیج دګاونډیو هیوادونو او دسیمې د ولس په ملتیا سره تامینولی شي.

د ایران داسلامی جمهوریت دفاعي نظریه د ځاي توانمنیو او د ولس پر لوی تل پاتیکیدونکي هوډ باندې ولاړه ده  او د ایران په ضد د صدام رژیم د اته کلن تپلی جنګ له وخت راهسې، اسلامی ایرانپر خپلو ځاي ظرفیّتونو اووړتیاؤ باندې په تکیې سره  خپل دفاعي ضرورتونه پوره کړي دي .

 د ایران دفاعي قدرت،د سیمې د حکومتونو او ملتونو لپاره د آرامښت، سولې او امنیت پیغام لري.

امیرالبحر تنګسیري بیګا په فارس خلیج کې له امریکائي جنایتکارې سره دجنګ د شهیدانو په پنځه دیرشمې کلیزې په مناسبت په یولړدستورو کې زیاته کړې، په فارس خلیج کې پرَدي  پخپلو ګټو پسې دي   او هڅه کويپه یوه پلمې سره  په دغې سیمې کې  خپل شتون توجیه کړي. 

 د۱۹۸۷کال د اکتوبر په اتمه نیټه ، د فارسي ټاپو  په اوبو کې په ایرانیو مبارزانو باندې د امریکایي پوځيانو په  مستقیم لومړني جنګ او وحشي ډوله حملې  کې یو لړ  مرګ ژوبلې واوښتې،په همدې خاطر  دغه ورځ د سپاه پاسدارانو دسمندري ځواک  ورځ نومول شوې ده .

په دغه ورځ شهید مهدوي او هغه ملګرو مبارزانو، له تیریګرو امریکائی عسکرو سره په مخامخ ډغرې کې  د ایران دملت دعزتمنې روحیې  او د سپاه دسمندري ځواک د شجاع بچیانو نه ختمیدونکی مجاهدت  نندارې ته وړاندې کړ.

امیر البحر تنګسیري  ددې خبرې په کولو سره چې د سپاه د سمندري ځواک سټراټژي  د سولې ،دوستۍ او ورورولۍ پیغام لري ، ټینګار کی،تر څو چې پر ایران څوک تیری ونه کړي ، اسلامی ایران به هیڅکله هم جنګ پیلونکی نشي.

 

ټیګونه