د ایران خارجه وزیر بورل ته په خطاب کې:
د ایران په وړاندې حقیقت پاله دریځ غوره کړئ
د ایران خارجه وزیر د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست له مسئول سره په تماس کې د بندیزونو د لیري کېدو د مذاکراتو او اروپایي اتحادیې سره د دوه اړخیزو اړیکو په هکله خبرې وکړې.
د ایرنا له راپور سره سم، د ایران خارجه وزیر امیر عبداللهیان د اروپا د بهرني سیاست د مسئول جوزپ بورل د هلو ځلو په ستاینې سره، وویل: د امریکایي رسنیو د بې بنیاده تبلیغاتو په اپوټه اوس هوکړې ته د رسېدو لپاره ښه لورې ته روان یو، په تخنیکي ډګر کې د ایټمي انرژیو د نړیوال اژانس له همکاریو څخه هرکلی کوو.
عبداللهیان په ایران کې د وروستیو بلواو په هکله وویل: د مهسا امیني مړینه خواشینوونکې ده، البته دا د ځینو لوېدیځو چارواکو لپاره یوه پلمه ده.
هغه د سوله ایزي مظاهرې او د بلواو، وژلې، ورانکاري او ترهګریزو عملیاتونو تر مینځ توپیر ته په اشارې سره وویل: داسي نه شي کېدای چي اروپا کې له بلوا سره، تاوترخجنه مقابله، ښه کار وي خو همدغه رویه په یوه قانوني چوکاټ کې په ایران کې ناوړه وي او بلواګرو سره مقابلې ته د ځپلو نوم ورکړل شي.
عبداللهیان په دې باندې په تاکید سره، چي ایران له پیاوړی ولسي ملاتړ او کارنده ډیموکراسی څخه برخمن دی، وویل: دلته د رنګینې کودتا ټاټوبې نه ده، ایران د سیمې د پایداره امنیت او د ثبات ستنه ده.
هغه زیاته کړه: مونږ په یوه پراخ چوکاټ کې اروپا سره ، همکاریو ته نظر لرو، په دې خاطر اروپایي اتحادیې ته سپارښتنه کوو چي د بلواو مسالې ته په یوه حقیقت پال نظر سره وګوري.
عبداللهیان په عراق او سوریې کې د داعش په له مینځه وړلو کې د اسلامي ایران او د سردار سلیمانی ستر رول لوبونې او له دې مسالې څخه د اروپایي هیوادونو امنیتي ګټو ته هم اشاره وکړه.
د ایران خارجه وزیر وویل: مونږ روسیې سره، له وخته دفاعي ډګر کې همکاری کوو، لیکن د اکراین د شخړې په وړاندې زمونږ سیاست، د وسلو له لېږدولو څخه په ډډه کولو او د جنګ او جګړې ختمولو او د ولسونو د بې ځایه کېدو څخه د مخنیوی پر بنیاد ولاړ دی.
د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست مسئو ل د بندیزونو د لیري کېدو او ایران سره د ایټمي انرژیو د نړیوال اژانس په خبرو اترو کې له پرمختګ څخه د خوښی په څرګندولو سره، وویل: د بندیانو د تبادلې په لړ کې د ایران او امریکې هوکړه یوه مهمه مساله ده او د موافقې لپاره ښه ګام بلل کیږي.
هغه زیاته کړه: مونږ د ایران په کورنیو چارو کې د لاسوهنې اراده نه لرو.
د اروپایې اتحادیې د بهرني سیاست مسئول په اروپا کې د ایران په ضد ځینو توندو دریځ نیونو ته په اشارې سره، د ایران او اروپا تر مینځ د همکاریو په پراختیا باندې تاکید وکړ او اکراین ته د ایران له لوري د بې پیلوټو الوتکو د نه ورکړې په اړه توضیحات د پام وړ وباله.