د تهران د اوین زندان اور کنټرول شو
زمونږ خبریال وايي د ایران د قضايي قوې رسندوي مرکز وویل د تهران د اوین زندان د خیاطۍ په ورکشاپ کښې اور کنټرول شوی دی.
د ایران د قضايي قوې رسندوي مرکز وویل د تهران د اوین زندان اور بیګا د زندان د کار په یوه ورکشاپ کښې د غلا او د مالي محکومیت د یوشمیر بندیانو ترمینځ له نښتې وروسته لګیدلی و.
دغه راپور وايي د نښتې له رامینځته کیدا او د غلا او د مالي محکومیت د زندانیانو د خیاطۍ د ورکشاپ له اور لګیدلو سمدستي وروسته د زندان چارواکي د نښتې د کنټرولو لپاره د عمل ډګر ته ورننوتل او په زندان کښې دیره د اور مړکونې مرکز سمدستي د اور وژنې عملیات پیل کړل او اور کنټرول شو.
د ایران پولیسو په اوین زندان کښې د ارامښت له ټینګیدا سره د مرستې لپاره د زندان له چارواکو سره مرسته کړي ده.
د تهران په اوین زندان کښې نښته د زندان د چارواکو په اقدام ترسره کولو سره کنټرول شوي ده او ټول بندیان په کامل ډول روغ رمټ دي خو یوازې څلور کسان په دغه پیښه کښې وژل شوي دي.