د ایران د اسلامي جمهوریت دوښمانان ناتوانه دي
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ په چارو کښې د ټولو قواو د ستر قومندان سلاکار برید جنرال امیر حاتمي وویل دوښمانان له ایران څخه د سوریې په جوړولو کښې ناکامه دي.
هغه د ایران د سپیڅلي دفاع په پړاو کښې د علم او د ټیکنالوژۍ د مقام په غونډې کښې چې نن په خاتم الانبیا صلی الله علیه واله وسلم هوايي دفاع پوهنتون کښې وشوه په دې خبرې سره چې دوښمانان اراده لري ایران د سوریې د لیبیا د یمن د عراق او د افغانستان په شان له جنګ سره ښکیل کړي وویل په دې دلیل چې د ایران وسله وال ځواکونه چمتو او هوښیار دي دوښمانان له ایران څخه د سوریې په جوړولو کښې ناکامه شوي دي.
امیر حاتمي د سپیڅلي دفاع کښې د علم او د ټیکنالوژۍ رول او اهمیت ته په اشارې سره ټینګار کړ باید له علم او ټيکنالوژۍ ښه استفاده وکړو چې د هیواد امنیت ټینګ شي.
د ایران اسلامي جمهوریت د پوځي دفاع او د دفاعي ځانګړتیاو له نظره په لویدیځې اسیا سیمې کښې قدرتمن هیواد دی.