د ایران د اسلامي جمهوریت:
اروپاییان د ایران د سفارتخانو د امنیت په ساتلو کې لټي کوي
د ایران د پارلمان د ملی امنیت او د بهرني سیاست د کمیسیون غړی په ځینو اروپایي هیوادونو کې د ایران په سفارتونو باندې بریدونو ته په اشارې سره، تاکید وکړ چي اروپاییان د ایران د سفارتونو د امنیت په ساتلو کې لټي کوي چي داستونزه باید حل کړای شي.
یوه اوونۍ مخکې په ډنمارک کې د ایران په سفارت باندې یو وسله وال کس برید وکړ او د ایران د سفیر په ګواښلو سره یې د سفارت یو کس ټپي کړ او د سفیر ګاډې ته تاوان ورساوه.
په یو شمېر اروپایي هیوادونو کې د ایران سفارتونو ته امنیتې ګواښونه متوجه دي، دا په داسي حال کې دی چي د نړیوالو قوانینو پر بنیاد کوربه هیوادونه د بهرنیو سفارتونو د امنیت مسئول بلل کیږي او باید د نړیوالو ډنډورو په وړاندې د ډیپلوماټانو امنیت وساتي.
د ملی امنیت او د بهرني سیاست د کمیسیون غړی ابراهیم رضایی ایرنا سره په مرکه کې وویل: په ایران کې په وروستیو بلواو کې د ځینو اروپایي هیوادونو منجمله د فرانسې، جرمني او برتانیې سفارتونه دسیسې کوي چي باید ورسره سخت چلند وشي.
رضایی زیاته کړه: دغه لاسوهنې ښودنه کوي چي د بلواو موضوع د یادو سفارتونو د عناصرو له لوري طراحي کیږي.
هغه جوته کړه: برتانوی ډیپلوماټانو ته د پرلپسې خبرداریو او چلند سره سره، لیکن د برتانیې سفارت لاهم خپلو دسیسو او لاسوهنو ته دوام ورکوي.
د ایران د پارلمان استازی یادونه وکړه چي په کوربه هیواد کې د سفارتخانې ځمکه د میلمه هیواد خاوره بلل کیږي او په سفارت باندې تیری د هغه هیواد په خاورې باندې د تیری معنا ورکوي.
رضایي په ډنمارک د ایران په سفارت باندې برید ته په اشارې سره، وویل: د دغه ډول تیری یوه بېلګه په ډنمارک د ایران په سفیر باندې برید دی چي د انقلاب د دښمنانو داعشي څېره او د اروپایي هیوادونو بې مسئولیتي څرګندوي.