جرمنی موسسه د ایران په سیاسي چارو کې لاسوهنې کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i122412-جرمنی_موسسه_د_ایران_په_سیاسي_چارو_کې_لاسوهنې_کوي
د ایران د اسلامي جمهوریت د لوړو زده کړو وزارت د جرمني د اکېډمیک مبادلاتو د موسسې دریځ، ورانوونکی او د ایران په سیاسي چارو کې لاسوهنه وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 17, 2022 08:56 Asia/Kabul
  • جرمنی موسسه د ایران په سیاسي چارو کې لاسوهنې کوي

د ایران د اسلامي جمهوریت د لوړو زده کړو وزارت د جرمني د اکېډمیک مبادلاتو د موسسې دریځ، ورانوونکی او د ایران په سیاسي چارو کې لاسوهنه وباله.

په ایران کې د یوې ایرانۍ مېرمنې د مړینې په پلمې سره، رامینځ ته شوي بلواوې سبب شوی څو پردې هیوادونه ایران سره د دښمنۍ په دوام کې په کورنيو چارو کې په لاسوهنې سره، د بلواو د دوام او لمسون لپاره هڅه وکړي.

د جرمني د اکېدمیکو مبادلاتو موسسه چي د دواړو هیوادونو تر مینځ  د اکېډمیکو مبادلاتو په موخه په تهران کې رامینځته شوې،له بلواو او ورانکارو فعالیتونو څخه ملاتړ وکړه.

د ایرنا له راپور سره سم، د ایران د لوړو زده کړو او د ټکنالوجیو وزارت په یوه بیانیه کې، د ایران په پوهنتونونو او عامه ځایونو کې له بلواګرو څخه د جرمني  موسسې ملاتړ او دریځ نیونه د ایران په کورنیو چارو کې لاسوهنه وباله او تندې نیوکې وکړې.

د ایران د لوړو زده کړو موسسه په یاده اعلامیه کې د جرمني اکېډمیکې موسسې ته په خطاب کې تاکید کړی چي باید د دواړو هیوادونو تر مینځ د علمي همکاریو په اصولو ژمن پاتي شي او نورو ډګرونو او فضا جوړونې څخه پرهېز وکړي.