ایران روسیې ته د ډرون د لیږلو ادعا ته غبرګون وښود
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i122520-ایران_روسیې_ته_د_ډرون_د_لیږلو_ادعا_ته_غبرګون_وښود
نیویارک کښې په ملګرو ملتو کښې د ایران سفیر او دائمي استازي وویل: د ایران خلاف سیاسي پروګرامونه او د غولونکو معلوماتو خپرول به ګټه ور نه کړي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 20, 2022 09:15 Asia/Kabul
  • ایران روسیې ته د ډرون د لیږلو ادعا ته غبرګون وښود

نیویارک کښې په ملګرو ملتو کښې د ایران سفیر او دائمي استازي وویل: د ایران خلاف سیاسي پروګرامونه او د غولونکو معلوماتو خپرول به ګټه ور نه کړي

د ملګرو ملتو امنیت شورا بلآخره د یوکرین په جنګ کښې د استعمالیدو لپاره روسیې ته د ایراني ډرونز د لیږلو د ادعا په هکله د امریکې په مشرۍ د لویدیځ د تیرو څو میاشتو له فضا جوړونې وروسته بلآخره پرون مازیګر تر بندو ورونو شاته یوه غونډه جوړه کړه.

د ایرنا د خبر له مخې له دغې غونډې وروسته په ملګرو ملتو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي استازي او سفیر امیر سعید ایرواني د خبریالانو په ټول کښې د یوکرین په جنګ کښې د استعمالیدو لپاره د ایران له خوا د بې پایلټه الوتکو د انتقال په هکله بې بنیاده ادعاوې رد کړې او ټینګار یې وکړ چې دغه ادعاوې له ۲۲۳۱ پریکړه لیک سره هیڅ تړاؤ نه لري.

ایرواني هم داشان په دې خبرې سره چې ایران د جنګ او نښتو مخالف دی، وویل: ایران د یو داسې هیواد په توګه چې د تپلي جنګ او تیري اته کلنه تجربه یې تیره کړې ده، په دوامداره توګه یې له صلحې او د یوکرین د جنګ له سمدستي ختمیدو ملاتړ کړی دی.

هغه له دې خبرې ناهیلي وښودله چې ځیني هیوادونه د یوکرین په کړکیچ کښې یوازې سیاسي اهداف او انګیزې تعقیبوي او ویې ویل: دغه هیوادونه د ایران خلاف د یو نفسیاتي جنګ او اطلاعاتي ضده جګړې په جوړولو سره هڅه کوي چې د ملګرو ملتو د امنیت شورا له ۲۲۳۱ پریکړه لیک څخه یو بې لارې کونکی تفسیر وړاندې کړي.

دا په داسې حال کښې دي چې په ملګرو ملتو کښې د روسیې نمایندګۍ هم ویلي چې ماسکو په یوکرین کښې یوازې د خپل هیواد جوړې کړې بې پایلټه الوتکې کاروي.

د دغې نمایندګۍ وړومبي مرستیال دیمیتري پولیانسکي خبریالانو ته وویل چې روسي فیډریشن په یوکرین کښې په خپلو ځانګړو عملیاتو کښې د کور دننه جوړ کړي ډرونز استعمالوي.