د سیمې عرب هیوادونه د اختلاف د رامینځته کولو هڅه کوي
فارس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف وویل: د سیمې ځینې عرب حکومتونه په خارجي لاسوهنو سره د اسلامي هیوادونو ترمینځ او په سیمه کښې د اختلاف د رامینځته کولو کوشش کوي.
د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف پرون د سوریې او د ایران د پارلماني دوستۍ ډلې له نائب رئیسې میرمن هیفا جمعه او ورسره پلاوي سره په کتنه کښې له صهیونیسټ رژیم سره په مقابلې کښې د مقاومت د جبهې په اهمیت ټینګار وکړ.
محمد باقر قالیباف دغه راز د سوریې او د ایران د اسلامي جمهوریت د اړیکو د مخینې په یادونې سره زیاته کړه په سیاسي ، اقتصادي او پوځي حوزو کښې د تهران او د دمشق د پارلمانونو او د حکومتونو په سویه د ایران او د سوریې راشه درشه او اړیکې نږدې او مخینه لرونکي دي.
د سوریې او د ایران د پارلماني دوستۍ ډلې نائب رئیسې میرمن هیفا جمعه هم له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې د سوریې له ملت او حکومت څخه د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړونو په قدرونې سره وویل د ایران او د سوریې د ځوانانو وینه له یوبل سره اخښل شوي ده او د دغو شهیدانو په سر کښې ډګر جنرال شهید قاسم سلیماني دی کوم چې د سوریې د ځوانانو لپاره د سرشیندنې او د زړورتیا په بیلګې بدل شو.
د ایران اسلامي جمهوریت له سوریې سره سټراټیژیکه ملګرتیا لري او د سوریې د کړکیچ په اوږدو کښې د دمشق له قانوني حکومت د تهران ملاتړ او له بیلابیلو ترهګرو ډلو سره د مبارزې په وخت د بشار اسد له حکومت سره مرسته کول د دغه چارې تائیدونکي دي.