ایران ناټو موسیسه د اوکراین د جنګ اصلي ګرَمه ګڼي
د تهران د پوهنتون یوه استاد محمد مرندی ووئيل، ایران غواړي د اوکراین جنګ پاي ته ورسیږي او پوهیږي چې ددغه جنګ اصلی ګرَمه ناټو موسیسه ده او دغې موسیسې د ختیځ په لور پښې غزولي دي.
د روسیې او اوکراین دجنګ له پیلیدا وخت راهسې د ناټو غړي هیوادونو او متحدانو ئې په دغې نښتې کې له مستیم پوځي دخالته ډډه کړې ده ،خو اوکراین ته هماغه شان وسلې ،مهمات او سونګ رسوي.
ماسکو په کرتو وئيلي دي ،دلویدیځوالو د وسلو لیږد یوازې د نښتو داوږدیدا لامل کیږی او حتی خبرداری ئې ورکړی دی چې روسیې پوځ به په بالقوه توګه دغه شان وسلې او مهمات پخپل شیشت کې راولي.
زمونږخبریال راپور راکړ،د سیاسی چارو یو کارپوه او دپوهنتون استاد ډاکټر محمد مرندي له رشیا ټوډې خبری چینل سره په خصوصي خبرو کې په دې په ټينګار سره چې ایران پوهیږي ، د روسیې او اوکراین د جنګ اصلي ګرمه ناټو موسیسه ده ووئيل،ناټو د ختیځ په لور پښې غزولي دي او روسیې ته ئې د ختیځ په لور د پښو د غزَولو په باب دروغ وئيلي دي.
ډاکټر مرندي دې ته په اشارې سره چې امریکاپه درستې نړۍ کې له افراطي بهیرو او وګړو څخه د ملاتړ سپيره مخینه لري،زیاته کړه،ختیځ ته د ناټو پراختیا دایران لپاره هم یو ګواښ حسابیږي که اوکراین په اوسنی وضعیّت کې دناټو په غړي بدل شي،نو هغه مهال ئې جارجیا او نورو هغو هیوادونو ته چې له ایران سره ئې پولې نزدې دي، هم پښې غزوَلی شي.دناټو پراختیا دایران د ګټو په خلاف ده . مرندي په افغانستان کې جنګ دامریکا لپاره د ماتې په معنا وباله او وې وئيل، د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زلنسکي په څير کسان هڅه کوي ،دلویدیځ له پوځي صنائعو سره د مرستې لپاره له پروپيګنډیزو آوزارونو استفاده وکړي، دا موضوع سببشوې ده ،شرکتونه په اوکراین کې لازیاتې ګټې ترلاسه کړي.