ایران: د بایکاټ د دیوالونو د ماتولو لپاره پلان لرو
د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر اقتصادي مرستیال وویل: د ایران دیارلسم حکومت هڅه کوي چې د بندیز دیوالونه مات کړي او دا شان د هیواد د پرمختګ لاره په لا چټکتیا سره ووهله شي
د اسلامي ایران د ولسمشر وړومبي مرستیال محسن رضايي پرون د ایران د سویل بوشهر ښار هوايي ډګر ته د رسیدو په وخت خبریالانو ته وویل: اوس د هیواد د پرمختګ د لارې د وهلو لپاره زمونږ او د ایران د مخالفانو ترمینځ یوه جدي سیالي روانه ده ترڅو د هیواد پرمختګ ګړندی شي.
هغه زیاته کړه چې د ایران د اسلامي جمهوریت دښمنان ښه پوه شوي دي چې ایران د خپل پرمختګ په لاره کښې ګړندی شوی دی او شک نشته چې په راتلونکو میاشتو او کلونو کښې به د بندیزونو دیوالونه مات کړي.
ښاغلي رضايي یادونه وکړه چې په خارګ جزیرې کښې ریفاینرۍ یا چڼځي په جوړیدو دي چې ورسره به موندل شوي ګیسونه به د ضایع کیدو پر ځاې په داسې ارزښتناکو محصولاتوبدل شي چې هم به د صادراتو وړتیا ولري او هم به خلکو ته ورکړې شي.