ښاغلی رییسي دغیږ نیونې اوساحلی فټبال دټیمونوداتلوالیومبارکي وویله
ښاغلی رییسي په دې اړه په پیغام کی زیاته کړی ده د نړیوال کپ په سیالیو کې د غیږنیونې د ملی ټیم پیاوړی اتلوالی چی د ایران د کشتۍ د ویاړمنې څانګې د ډیرو میډالونو کې یو بل میډال ورزیات کړ ، د ایران اتل ملت ، مربیانو ، تخنیکی پرسنلو او په تیره بیا د ټیم غړیو ته مبارکی وویله .
د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي د باکو د نړیوال کپ په سیالیو کی د ایران د غیږ نیونې د ملی ټیم د اتلوالۍ مبارکي وویله . د ایران د غیږ نیونې ملي ټیم د کوربه ټیم اذربایجان جمهوریت په وړاندی په فاینل کې بریالې او د نړیوال کپ اتل شو .
ښاغلی رییسي په دې اړه په پیغام کی زیاته کړی ده د نړیوال کپ په سیالیو کې د غیږنیونې د ملی ټیم پیاوړی اتلوالی چی د ایران د کشتۍ د ویاړمنې څانګې د ډیرو میډالونو کې یو بل میډال ورزیات کړ ، د ایران اتل ملت ، مربیانو ، تخنیکی پرسنلو او په تیره بیا د ټیم غړیو ته مبارکی وویله .
ښاغلی رییسي همداراز د براعظمونو ترمینځ په کپ کې د ایران د ساحلی فټبال ملی ټیم د اتلوالۍ په مبارکۍ ویلو سره هغه په نړیوالو سپورټی میدانونو کې د ایران یوه بله پیاوړی ننداره وبلله .
ده په اماراتو کې د براعظمونو ترمینځ په کپ کې د ایران ولس ، مربیانو ، لوبغاړو او نورو اړونده چاروالو ته د ایران د فټبال د ساحلی ټیم د اتلوالۍ په مناسبت مبارکی وویله .