دښمن به په سیستان او بلوچستان کې درزاچونکي هیلې ګور ته یوسي
ټاکل شوې ده حاج علی اکبري د سیستان او بلوچستان ولایت د مشکلاتو دحل لپاره د اسلامي انقلاب د معظم لارښود لوړ تدبیرونه ، ددغه و لایت له مشرانو او مختلفو ډلو سره شریک کړي او د وروستیو پیښو له تاوان موندونکو سره هم لیده کاته وکړي.
د ایران جنوب ختیځ سیستان او بلوچستان ته د اسلامی انقلاب د ستر لارښود دلیږل شوي پلاوي مشر ووئیل، په سیستان اوبلوچستان ولایت کې د اختلاف د رامینځةکولو هیلې او امیدونه له ځان سره ګور ته یوسي.
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ، حجةالاسلام حاج علی اکبري نن په زاهدان کې د ؛یوزړتوب اووحدت دپیاوړتیا ؛په نامې سره په سمینار کې چې په زاهدان کې د سیستان او بلوچستان ولایت د شیعه اوسني عالمانو سپين روبو، دشیعه اوسني مختلفو پرګنو مشرانو ، شخصیّتونو او مدیرانو په شتون سره ترسره شو،ووئیل،په سیستان اوبلوچستان کې په وروستیو پيښو کې، چې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود دخپګان او اندیښنو سبب شوي،له هغو کسانو سره چې ددغه لوي ولایت حیثیّت او عزت ئې داغي دکړی دی او دپيښ، سبب شوي او د ولس ژوند اومالونو ته ئې تاوانونه رسولي دي،په عدالت او چورلټ ډول به ورسره چلند وشي.
حاج علی اکبری پرون داسلامی انقلاب دستر لارښود په نمایندګۍ دیوه لوړروتبه پلاوي په مشرۍ سیستان او بلوچستان ولایت ته سفر کړی دی.