اسلامي ایران د افغانستان ترهګرې بم چاودنې وغندلې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i124522-اسلامي_ایران_د_افغانستان_ترهګرې_بم_چاودنې_وغندلې
زمونږ خبریال وايي د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د افغانستان په مزار شریف او جلال اباد ښارونو کښې بم چاودنې چې د یوشمیر کسانو د وژل کیدا او ژوبلیدا سبب شوې وغندلې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 07, 2022 01:22 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران د افغانستان ترهګرې بم چاودنې وغندلې

زمونږ خبریال وايي د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د افغانستان په مزار شریف او جلال اباد ښارونو کښې بم چاودنې چې د یوشمیر کسانو د وژل کیدا او ژوبلیدا سبب شوې وغندلې.

هغه د افغانستان د بم چاودنو د وژل شویو کسانو له کورنیو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کښې په دغه هیواد کښې د ترهګرو بم چاودنو په دوام کښې په مزارشریف او جلال اباد ښارونو کښې پرونۍ بم چاودنې وغندلې.

پرون سهار د افغانستان په مزارشریف ښار کښې د ګمرکو د ادارې د کارکونکو د ګاډي پرضد بم چاودنه کښې کابو نولس کسان مړه او ژوبل شوي وو.

دغه بم چاودنه په سمنګان ولایت کښې په یوه جومات باندې له ترهګرې حملې وروسته شوي ده.

دغه راز د ننګرها ولایت په صرافانو بازار کښې هم پرون ترهګره بم چاودنه شوي وه چې یوشمیر کسان پکښې مړه او ژوبل شوي وو.

واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته په افغانستان کښې په بیلابیلو سیمو او ښارونو کښې د جوماتونو او د ښوونځیو او دیني مدرسو پرضد حملې او بریدونه زیات شوي دي چې سلګونو کسان تراوسه پکښې مړه او ژوبل شوي دي.

بل خبر دا چې په مزارشریف شریف کښې د ایران د اسلامي جمهوریت کنسولګرۍ هم په دغه ښار کښې ترهګره بم چاودنه وغندله.