د چین دریځونه د ایران د ملت او د حکومت د ګیلې سبب شوي
(last modified Tue, 13 Dec 2022 23:11:34 GMT )
Dec 14, 2022 03:41 Asia/Kabul
  • د چین دریځونه د ایران د ملت او د حکومت د ګیلې سبب شوي

زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي وویل: سیمې ته د چین د ولسمشر په وروستي سفر کښې ځینې مطرح شوي دریځونه د ایران د ملت او د حکومت د ګیلې سبب شول.

د چین د لومړي وزیر مرستیال «هو چون هوا »چې د ایران او د چین د  اړیکو د پراخولو لپاره د یوه اقتصادي او د تجارتي پلاوي په مشرۍ تیرې دوشنبې ورځ تهران ته راغلی دی د خپلو پروګرامونو او د کتنو په دوام کښې پرون د اسلامي ایران له ولسمشر  ابراهیم رئیسي سره کتنه وکړه.

د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په دغه کتنې کښې په دې خبرې سره چې د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوبو له لومړیو څخه د چین او د ایران د اسلامي جمهوریت اړیکې تل د پراختیا په حال کښې وې او دي وویل سیمې ته د چین د ولسمشر شي جین پینګ په وروستي سفر کښې ځینې مطرح شوي دریځونه د ایران د ملت او د حکومت د ګیلې سبب شوې او د ایران جدي غوښتنه د بیان شویو دریځونو جبرانیدل دي.

د چین د لومړي وزیر مرستیال هو چون هوا هم په دغه کتنې کښې د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ته د چین د ولسمشر شي جین پینګ د سلام د رسولو په ترڅ  کښې د چین د دائمي سټراټيژۍ په توګه له قوي ایران سره د اړیکو د  پراخولو لپاره د چین په ارادې او د دغه هوډ په نه بدلیدا ټينګار وکړ او ویې ویل له سیمه ییزو او نړیوالو بدلونونو ورهاخوا د ایران له اسلامي جمهوریت سره به د اړیکو د پیاوړتیا او ژورتیا لپاره د چین اراده دوام ولري.

د چین د لومړي وزیر مرستیال هو چون هوا ډاګینه کړه چین تل  د ایران د اسلامي جمهوریت د ځمکنۍ بشپړتیا او د ملي واکمنۍ احترام کوي او د خپلو اساسي ګټو د تامینولو لپاره د تهران د هڅې ملاتړ کوي.

 

ټیګونه