د IAEA مسئولان په راتلونکو شپو ورځو کې تهران ته راځي
د ایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس واکمنې شورا د نومبر په ۲۲نیټه پخپلې فصلي ناستې کې د امریکا،انګلستان،فرانسې او جرمني په سیاسی دباؤنو سره ، دایران د سوله ایزو ایټمي فعالیتونو په ضد یو پریکړه لیک تصویب کړ،چې د ایران جدي غبرګون ئې په ځان پسې درلود.
د ایران د اسلامی جمهوریت د ایټمی انرژۍ د ادارې مشر په راتلونکو شپو ورځو کې تهران ته د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس د مسئولانو دسفر خبر ورکړ.
ایسنا خبری آژانس راپو ر ورکړ، د ایران د ایټمي انرژۍ دادارې مشر محمد اسلامی د حکومت د کابینې د غونډې په څنډې کې دخبریالانو په ټول کې ددې خبرې په کولوسره چې د آژانس مسئ،لن په راتلونکو شپو ورځو کې ایران ته په سفر ارځي ،ووئيل،د ایټمي انرژۍ له نړیوال آژانس سره د ایران تعاملات ټينګ دي او هیله ده دهغو خنډونو دلیرې کولو لپاره چې موجود دي ، د وړاندې په لور ګام پورته شي.