له ایران څخه د هیوادونو ویرول متقابلو ګټو ته تاوان رسوي
فارس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اروپايي اتحادیې دښمانه دریځونو او اقداماتو ته د سخت غبرګون په ترڅ کښې وویل د هغو چارو د نه بندیدا په بڼه کښې چې له ایران څخه د هیوادونو د ویرولو په زمینه کښې ترسره کیږي د متقابلو ګټو د پرمخ بیولو لپاره فرصتونه به زیات اغیزمن شي.
د ایران خارجه وزارت پرون د تهران په باره کښې د ځینو اروپايي هیوادونو دښمانه دریځونو او د اروپايي اتحادیې د خارجه وزیرانو د شورا دریځ ته په غبرګون کښې په یوې بیانیې کښې ولیکل د ایران اسلامي جمهوریت د ښځو او د ملت د هر یوه وګړي د حقوقو احترام کړی دی او د انسان حقوقو احترام ، برابرو حقوقو او زده کړې ته د ښځو د لاسرسي په شان په ډیرو زمینو کښې د ایران اسلامي جمهوریت یو مخکښ هیواد دی.
په دغه بیانیې کښې ټینګار شوی دی د ایران اسلامي جمهوریت جعلي اجنډې چې د یوه منظم شوي سیاسي کمپاین د یوې برخې په توګه وړاندې شوي دي هیڅکله نه مني او له نړیوالو ادارو او بهیرونو ناوړه استفاده په تر ټولو سخت ممکن ډول غندي.
په دغه بیانیې کښې اټومي تړون ته هم اشاره شوي ده او ویل شوي د ایران د اسلامي جمهوریت هدف د یوې پایداره او ثبات لرونکي موافقې لاسلیک کول دي او ایران د خبرو اترو نتیجې ته رسیدا ته چمتو دی او همدا اوس دا لویدیځ هیوادونه دي چې د غلطو محاسباتو او د غیر حقیقي سیاستونو په غوره کولو سره لالهانده شوي دي.
د ایران خارجه وزارت له اټومي انرژۍ نړیوال اژانس سره د ایران ملګرتیا ته په اشارې سره لویدیځو هیوادونو ته سپارښتنه وکړه چې له سیاسي کارونو په ډډه کولو سره د ایران او د اټومي اژانس ترمینځ د فني ملګرتیاو فضا خرابه نکړي.
په دغه بیانیې کښې دې خبرې ته په اشارې سره چې ایران د اوکراین په جنګ کښې د استفادې لپاره هیڅ هیواد ته بې پایلوټه الوتکې نه دي ورکړي وویل د اوکراین په کړکیچ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت اصولي دریځ له سیاسي لارو چارو د جنګ پاې ته رسول دي.