د ایران او افغانستان په ګډو پولو کې بشپړ امنیت ټينګ دی
د ایران د خراسان رضوي ولایت مرستیال د ایران او افغانستان په ګډو پولو کې د بشپړ امنیت دټينګولو خبر ورکړ.
زمونږخبریال راپور راکړ، د ایران د خراسان رضوي د ولایت د سیاسی ،امنیتی او ټولنیزو چارو مرستیال سید هادي طباطبائي تایباد ولسوالۍ ته دسفر او د ایران او افغانسان سرحدي پټي دلیدو په وخت ووئيل، د ایران داسلامی جمهوریت د وسلوال ځواک له دیره کیدا سره سره، د ایران افغانستان دګډو پولو په امنیت کې هیڅ مشکل نشته اودمګړئ درستې ختیځي پولې په بشپړ امنیّت کې دي.
طباطبائي زیاته کړې ، په افغانستان کې د طالبانو ډلې له واکمنیدا وروسته، د ایران او دغه دوست او ګاونډي هیواد د پولو دواړو خواؤ کې ځينی مشکلات رامینځةشول چې البته په ډيپلوماټيکو اړیکو سره دغه نیمګرړتیاوې او او ترینګلتیاوې تر ډیره حده کمې شوي دي.
د خراسان رضوي ولایت دغه مرستیال روښانه کړې ده ،د خراسان رضوي ولایت په ترټولو لیرې پوله ایزو برخو کې د پوځ وسلوال ځواکونه په اقتدار او صلابت سره ماموریت ترسره کوي او اجازت نه ورکوي، دغه ټاټوبی ته تر ټولو وړوکی تاوان وارد شي. هغه همداراز ووئيل، له ګاونډیو هیوادونو سره د خراسان رضوي ترټولو ګډې سرحدي سیمې ، ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ په وسیله په ماډرن الیکټرانیکي او آپټيکي تجهیزاتو سره څارل کیږي چې د ورځې په اساس دي.
د وئيلو ده پّ تیرو میاشتو کې څو ځله دهغه څه په دلیل چې د ایران او افغانستان له سرحدي مسئلو سره د طالبانو د پوله ساتي ځواک د ناخبریدا اوبې تجروبګئ بلل کیږي، ددواړو لورو ترمینځ ځیني اختلافات او ترینګلتیاوې راولاړې شوي وې.