د اسلامی  انقلاب د پرمختګ لاره نه بندیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i125938-د_اسلامی_انقلاب_د_پرمختګ_لاره_نه_بندیږي
سردار سلامي د شهید سلیماني  د شهادت کلیزې ته په اشارې سره روښانه کړه،شهید سلیماني ته باید له څو اړخونو کتنه وکړو،هغه له هر اړخه جامع  او  دیوه بشبړ انسان بیلګه دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 08, 2023 12:11 Asia/Kabul
  • د اسلامی  انقلاب  د پرمختګ لاره نه بندیږي

سردار سلامي د شهید سلیماني  د شهادت کلیزې ته په اشارې سره روښانه کړه،شهید سلیماني ته باید له څو اړخونو کتنه وکړو،هغه له هر اړخه جامع  او  دیوه بشبړ انسان بیلګه دی.

د  اسلامی انقلاب د سپاه باسدارانو عمومی قوماندان سردار حسین سلامي د ایران بریاؤ او ددښمن تیروتو محاسباتو ته په اشارې سره  ووئيل، اسلامی انقلاب لاره نه بندیږي.

ایرناخبری آژانس راپور ورکړ، سردار حسین سلامي  نن د ایران دکرمان په عیدګاه کې  دشهید جنرال قاسم سلیماني د شهادت د کلیزې په مناسبت په سمینار کې  ووئيل،  د اسلامی انقلاب بریاوې پخپل ځاي باقي پاتې دي او دغه  انقلاب تر اوسه پورې د لارې په سر پيل کې دی.

سردار سلامي همداراز د شهید سلیماني  د شهادت کلیزې ته په اشارې سره روښانه کړه،شهید سلیماني ته باید له څو اړخونو کتنه وکړو،هغه له هر اړخه جامع  او  دیوه بشبړ انسان بیلګه دی.

داسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو عمومی قوماندان دغه راز ووئیل، دښمنانو غوښتل چې  درسته سیمه  او د اسلامی نړۍ جغرافیائي مساحت په لښکر کشۍ او پوځي  تیریو سره په خپل نیواک کې راولي ، خو شهیدقاسم سلیماني  ورته اجازت ورنکړ. هغه ټينګار وکړ،سمه ده چې  هره ورځ د سردار قاسم سلیماني له قاتلانو غچ  اخلو،البته  دعاملانو لپاره د غچ د کیسې بوږنونکي صحنه باقي  پاتې ده.