امریکا په ریاکاری او مکاری کې اوږده مخینه لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i126696-امریکا_په_ریاکاری_او_مکاری_کې_اوږده_مخینه_لري
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په وروستیو بلواو کې د امریکې چلند ته په اشارې سره ټینګار وکړ چي امریکا په ریا کاری او مکاری کې اوږده مخینه لري.
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
Jan 23, 2023 11:12 Asia/Kabul
  • امریکا په ریاکاری او مکاری کې اوږده مخینه لري

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په وروستیو بلواو کې د امریکې چلند ته په اشارې سره ټینګار وکړ چي امریکا په ریا کاری او مکاری کې اوږده مخینه لري.

د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعانی چافي نن په یوه خبري غونډه کې د ایران د وروستیو بلواو په وړاندې د امریکې د چلند په هکله وویل: امریکا د ۴۰ کلونو په اندازه او د اسلامي انقلاب له عمر سره سم، تل د ایران د اسلامي جمهوریت د نظام او د ولس په وړاندې ناوړه، ورانوونکی او ناکارنده سیاستونه کارولي دي.

کنعاني زیاته کړه: د بندیزونو په برخه کې هم امریکا د ایران د ولس په ضد په پراخه پیمانه بشري حقوقو تر پښو لاندې کړي او د امریکا ظالمانه او یو اړخیز بندیزونه د بشریت په ضد د جنایت ښکاره بېلګې دي.

هغه یادونه وکړه چي د امریکا دولت باید خپل ناکارنده او ورانوونکی چلند اصلاح کړي څو د دواړو لورو تر مینځ اړیکې په یو بل مسیر باندې ولاړ شي.