د حضرت امام علی النقي (ع) د شهادت د کلیزې تسلیت ومنئ
(last modified Wed, 25 Jan 2023 00:50:13 GMT )
Jan 25, 2023 05:20 Asia/Kabul
  • د حضرت امام علی النقي (ع) د شهادت د کلیزې تسلیت ومنئ

حضرت امام علی نقي ع د خپل عظیم الشان پلار له شهادته وروسته امام او د اسلامي ټولنې مشری پرغاړه واخیسته . د امام علی نقي ع مشهور لقب هادی دې چی د هدایتونکی په معنا دې .

 

نن د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د رجب د میاشتې دریمه چی د ۲۰۲۳ میلادي کال د جنورۍ له ۲۵ نیټې سره سمون خوري ، د نړي د شیعیانود امامت د اسمان د لسم ځلانده ستوری حضرت امام علی النقي علیه اسلام د شهادت غمجنه ورځ ده .

حضرت امام علی النقي ع په ۲۱۲ هجري قمري کال کې مدینې  منورې ښار ته نږدې  دنیا ته سترګې رڼې کړې او د خپل ګران پلار حضرت امام جواد ع لخوا یې لارښوونې پیل شوې .

حضرت امام علی نقي ع د خپل عظیم الشان پلار له شهادته وروسته امام او د اسلامي ټولنې مشری پرغاړه واخیسته . د امام علی نقي ع مشهور لقب هادی دې چی د هدایتونکی په معنا دې .

امام هادی ع د ریښتوني اسلام د ځلانده څیرې په معرفي کولو کې ډیره زیاته هڅه وکړه  او د مختلفو عقیدتي ، فکري او اجتماعي مسایلو په اړه د بحث لپاره یې ډیرې غونډې ترسره کړې او په دغو غونډو کې یې مطرح شویو پوښتنو او شبهاتو ته ځوابونه وویل .

Image Caption

 

ډیر زیات عالمان او پوهان به د حضرت امام علی نقي ع خدمت ته ورتلل او د هغه حضرت له ډیرې زیاتې پوهې به یې ګټه پورته کوله .

له یوې خوا د امام هادي ع علم او پوهه او له بل پلوه په خلکو کې د هغه حضرت مینې او جاذبې د عباسي واکوالانو کینه او حسادت راپاروه او بالاخره په یوه دسیسه کې یې هغه حضرت شهید کړ .

د ایران راډیو او ټیلي ویژن اداره د حضرت امام علی النقي علیه السلام د شهادت د کلیزې په مناسبت د نړۍ درستو مسلمانانو او ازادي غواړو ته تسلیت وړاندی کوي .

 

 

 

ټیګونه