د خراسان رضوي او هرات د اقتصادي کمیټې غونډه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i126968-د_خراسان_رضوي_او_هرات_د_اقتصادي_کمیټې_غونډه
د ایران د خراسانِ رضوي د والي د ځانګړي استازي او د هرات د والي د استازي ترمینځ ګډه اقتصادي غونډه په دوغارون سرحد کښې ترسره شوه
(last modified 2023-01-28T06:56:05+00:00 )
Jan 28, 2023 11:20 Asia/Kabul
  • د خراسان رضوي او هرات د اقتصادي کمیټې غونډه

د ایران د خراسانِ رضوي د والي د ځانګړي استازي او د هرات د والي د استازي ترمینځ ګډه اقتصادي غونډه په دوغارون سرحد کښې ترسره شوه

د ایران د تایباد ولسوال او د خراسانِ رضوي د والي ځانګړي استازي مهدي دونده په دې هکله وویل: د ۲۰۲۲ کال په نومبر کښې په شوې هوکړې کښې د مطرح شویو موضوعاتو د تعقیبونې په هدف سره چې د افغانستان د هرات ښآر په کوربه توب د خراسانِ رضوي د اقتصادي فعالانو په پنځمې ګډې غونډې کښې تصویب شوي وو، د دوغان په سرحدي اډه کښې هم یوه غونډه ترسره شوه.

هغه زیاته کړه: په دې غونډه کښې یوه ډیره مهمه مطرح شوې موضوع، د دواړو هیوادونو اقتصادي فعالانو ته د ښو خدماتو د ورکړې او د خدماتو د اصلاح په موخه د دوغارون او افغانستان په اقتصادي بوله کښې د ستونزو ختمول وو.

د هرات د والي استازي عبدالحي شاکر هم د خراسانِ رضوي ولایت له مرستیال والي سره د غونډې ترڅنګ څرګنده کړه: د معلومو اهدافو او پلانونو په لرلو سره کوشش کوو چې په دواړو هیوادونو کښې د مختلفو اقتصادي او مسافري برخو مشکلات هوار کړو.

د ایران خراسانِ رضوي ولایت له افغانستان سره ۳۰۲ کیلومیټره ګډه پوله لري او په دغې لیکې پرتې تربتِ جام، صالح آباد، تایباد او خواف ولسوالۍ له افغانستان سره ګاونډ لري.