په ټول ایران کښې د اسلامي انقلاب د بریالیتوب لاریونونه پیل شول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i127742-په_ټول_ایران_کښې_د_اسلامي_انقلاب_د_بریالیتوب_لاریونونه_پیل_شول
زمونږ خبریال راپور راکړی په ټول ایران کښې نن د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د کلیزې یعني د سلواغې د دوه ویشتمې نیټې لاریونونه او جشنونه پیل شول.
(last modified 2023-02-11T09:50:16+00:00 )
Feb 11, 2023 10:20 Asia/Kabul
  • په ټول ایران کښې د اسلامي انقلاب د بریالیتوب لاریونونه پیل شول

زمونږ خبریال راپور راکړی په ټول ایران کښې نن د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د کلیزې یعني د سلواغې د دوه ویشتمې نیټې لاریونونه او جشنونه پیل شول.

نن د شنبې ورځ د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د سلواغې د میاشتې دوه ویشتمه او د ۲۰۲۳ میلادي کال د فرورۍ د میاشتې یولسمه نیټه ده چې د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب له څلورڅلویښتمې کلیزې سره سمون خوري.

د سلواغې د میاشتې د دوه ویشتمې نیټې  لاریونونه او مراسم نن سهار نهه بجې د ایران په اته دیرش زره کلیو او څوارلس سوه ښارونو کښې پیل شوي او د ایران او د خارجي هیوادونو شپږ زره خبریالان او رسنۍ دغو لاریونونو ته پوښښ ورکوي.

د ایران د ټولو ولایتونو په مرکزونو کښې دیارلس سوه اوه پنځوسو زده کونکو ډلو لخوا د سرودونو ویل د روان کال د سلواغې د میاشتې د دوه ویشتمې نیټې د لاریونونو په پروګرامونو کښې شامل دي.

د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي به په تهران کښې په لاریونونو کښې ګډون کونکو ته وینا وکړي.